د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۲

د ا افغانستان په اړه د امریکا پر نوې ستراتېژۍ لا هم غور روان دی


د امریکا جمهور رییس له NBC تلویزیون سره مرکې کې وویل اصلي هدف یي د القاعده شبکې له منځه وړل دي خو ددی شبکې ډېر محدودشمېر یې په افغانستان کې دي.
د امریکا جمهور رییس له NBC تلویزیون سره مرکې کې وویل اصلي هدف یي د القاعده شبکې له منځه وړل دي خو ددی شبکې ډېر محدودشمېر یې په افغانستان کې دي.
د امریکا جمهور رییس بارک اوباما د افغانستان لپاره نوې ستراتیژۍ کې په نورو کارونو برسېره د نورو عسکرو په استولو ټینګار کاوه او خپل زیات پام یې د افغانستان جګړې ته اړولی دی.

دا چی د افغانستان د جګړې وضعه ورځ تر بلي مخ په خرابېدو ده نو داسې بریښي چې جمهور رییس اوباما ممکن دې هیواد ته د خپلې پراخې ستراتیژۍ مسېر یو څه بدل کړي .

ټاکل شوي وه چې په نوې ستراتیژۍ کې به په راتلونکې پسرلي کې د االقاعده شبکې د له منځه وړلو په مقصد په افغانستان کې ستر پوځي عملیات وشي او ددي مقصد لپاره افغانستان ته د نورو عسکرو او منابعو استول هم په نظر کې نیول شوي وو.

خو دا مهال داسې بریښې چې سپینه ماڼۍ په افغانستان کې د وسلوالو د فعالیتونو د بندولو لپاره د سترو پوځي عملیاتو پرځاي غواړي په پاکستان کې د خپلو پوځي عملیاتو ساحه پراخه کړي.

د جمهور رییس بارک اوباما دا ادرې یوه جګ پوړي چارواکي د دوشنبې په ورځ وویل د القاعده شبکې په ضد نوې جګړې لپاره ممکن په پاکستان کې د امریکا د بي پیلوټه الوتکو حملې زیاتې شي.

د امریکا د حکومت دا چارواکی چي د نامه له ښودلو یې ډډه کړې ، وایي د بی پیلوټه الوتکو په حملو سره به په القاعده شبکې باندې ساحه راتنګه شي او مشران به یې په افغانستان کې د بیا سمبالیدو توان له لاسه ورکړي.

جمهور رییس بارک اوباما تر اوسه د افغانستان په اړه د جنرال سټینلې مک کریسټال ارزونه نه ده تایید کړې او د یکشنبې په ورځ یې د امریکا له یوه تلویزون سره مرکې کي وویل غواړي لومړی ډاډمن شي چي افغانستان ته د نورو عسکرو په استولو سره به امریکاییان د القاعده وسلوالو له حملو څخه په امن کی شي.

د امریکا جمهور رییس له NBC تلویزیون سره مرکې کې وویل اصلي هدف یي د القاعده شبکې له منځه وړل دي خو ددی شبکې ډېر محدودشمېر یې په افغانستان کې دي.

د جمهوررییس اوباما یوه نږدې همکار خبري رسنیو ته وویل نوموړی لا هم افغانستان ته د نورو عسکرو د استولو په اړه پوښتنې لري او په دی اړه زیات وخت ته اړتیا لري.

د امریکا د جمهوررییس مرستیال جو بایډن هم ویلي چي افغانستان ته د نورو عسکرو استولو سره لیوالتیا نه لري.

سیاسي کتونکي وايي ،دا چې د جمهوررییس بارک اوباما اداره غواړي له افغانستان څخه خپل پام پاکستان ته واړوي او هلته د تروریستانو مرکزونه له منځه یوسي نو په دې کار سره به د پاکستان او امریکا تر منځ اړیکې هم پیچیلې کړي.

زیات شمېر امریکایي پوځیان د وسلوالوضد هماغه پخوانۍ او زړه کړنلاره او ماموریت پر مخ وړي چي وایي په افغانستان کی باید القاعده او طالب وسلوال مات شي ، عام خلک باید ددې ډلو له شره خلاص او په امن شي.

د سپنیې ماڼۍ یوچارواکی وایي دا هم نه ده څرګنده چې د افغانستان طالبان دې یو ځل بیا د القاعده شبکې مشرانو ته غیږې خلاصې کړي.

دوی د سيپټمبر له ۱۱ مې تروریستي حملو مخکې دې کسانو ته پناه ورکړی وه او امریکایي ځواکونو یې رژیم ړنګ کړ.

اسوشیئتدپريس اژانس لیکي :

که څه هم چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې د بې پیلوټه الوتکو د بمباریو په کار کې له امریکا سره مرسته کوي خو دوی به د پاکستان په خاورې کې د امریکايي ځواکونو پراخو پوځي عملیاتو ته اجازه ورنه کړي.

سیاسي کتونکي وایي که چیرې اوباما په پاکستان کې دوسلوالو په مرکزونو باندې یوازې د بي پیلوټه الوتکو په حملو اکتفا وکړﺉ نو دابه یې د سېمې لپاره په نوې ستراتیژۍ کی دوهم په شا تګ وي.

په تېرو څو اونیو کې سپینه ماڼۍ او د دفاع وزارت د القاعده شبکې د ماتولو په لارو چارو خبرې کوي او په دې اړه هم بحثونه کوي چې په افغانستان کې د طالب وسلوالوپه ضد جګړې لپاره نور امریکایي عسکر هم واستوي او که څنګه.

جنرال مک کریسټال وایي که افغانستان ته نور عسکر او منابع وانه ستول شي نو متحده ایالات ممکن دا جګړه وبایلي.

د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي له سي اين اين تلویزیون سره مرکې کې ویلي داچې جنرال مک کریسټال په افغانستان کې د ترورزیم ضد جګړې لپاره د نورو منابعو غوښتنه کړې، د افغانستان حکومت یې ملاتړ کوي.

حامد کرزي دا هم وویل امریکا او متحدین یي باید له افغانستان څخه بهر د تروریستانو مرکزونو او د پټیدوځایونو ته متوجه شي.
XS
SM
MD
LG