دامریکا د تروریزم په وړاندې د مبارزې چارواکوویلي چې دایران سپاه پاسداران انقلاب په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په وړاندې جګړه کې د طالبانو ملاتړ کوي.
په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سټینلی مک کریسټال ویلي چې دایران اوسنیو سیاستونو، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د ماموریت لپاره لنډ مهاله ګواښ نه دی متوجه کړی خووایي ، ایران ددې وړتیا لري چې په راتلونکې کې داماموریت له خطر سره مخامخ کړي.
دتروریزم په وړاندې د مبارزې یوه مقام د خپل نوم دنه ښودلو په شرط رویټرز اژانس ته ویلي چې له طالبانو سره د ایران د قدس ځواک همکاري د اندیښنې ترسرحده رسیدلې.
هغه ویلي چې ددې ډلې له خوا طالبانو ته د وسلو او روزنې ورکولو مسلې، دامریکا په استخباراتي ادارو کې اندیښنې زیاتې کړي دي.
رویټرزوایي، له طالبانو سره د قدس ځواک دغې مشکوکې همکارۍ او په تیره بیا په دې برخه کې دایران د حکومت لاس لرلو، دامریکا په دفاع وزارت او ددې هیواد په استخباراتي ادارو کې بحثونه تاوده کړي دي.
دامریکا ددفاع وزارت مقامات وایي چې د تیرې میاشتې په وروستیو کې ایران دافغانستان په لویدیځ کې ایران ته پولې ته نژدې، وسلی او چاودیدونکې مواد ترلاسه شول چې په ایران کې جوړ شوې وو.
رویټرز وایي، امریکایي مقامات په دې باور دي چې دایران حکومت له طالبانو سره له دې همکارۍ خبردی خو دانه ده روښانه چې ددې هیواد مشران په دې مسله کې څومره ښکیل دي.
د قدس ډله د سپاه پاسداران انقلاب یوه خاصه ډله ده چې له ایرانه بهر د عملیاتو مشري کوي.
دایران سپاه پاسداران انقلاب په ۱۹۷۹ کال کې له اسلامی انقلاب وروسته په دې هدف رامنځ ته شوچې د حاکم نظام د ساتلو لپاره د کورنیو او بهرنیو ګواښونو مخه ونیسي.
داځواک شاوخوا ۱۲۵ زره غړي لري چې دایران د اردو یوه مهمه څانګه بلل کیږي.
په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سټینلي مک کریستل دافغانستان د جګړې په اړه په ارزونه کې ویلي چې دراپورنوپه اساس د قدس ډله د طالبانو خاصو ډلو ته وسلوال روزي او هغوی په وسلو او مهماتو سمبالوي.