د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۵

د جنرال مک کریسټل د څېړنې په اړه له علي احمدجلالي سره مرکه


علي احمد جلالي
علي احمد جلالي
په افغانستان کې د ناټو اوامریکايي ځواکونو عمومي قومندان ویلي چې افغانستان ته د نورو عسکرو له لېږلو پرته ښايي نړیوال په افغانستان کې ناکام شي .

هغه دا څرګندونې د افغانستان د جګړې په باب په خپله مفصله څېړنه کې کړي چې څه موده وړاندې یې د ناټو قومندانانو اودغه راز د ولسمشراوباما په شمول امریکايي چارواکو ته وسپارله .

د مک کریسټل د څېړنې جزییات پټ ساتل شوي وو خو واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکا د حکومت په اجازه د هغې ځینې برخې خپرې کړي دي .

په افغانستان کې د ټولو نړیوالوځواکونو قومندان جنرال مک کریسټل په ډاډ ویلي چې که افغانستان ته نور سرتېري ونه لېږل شي ،په دې هیواد کې د نړیوالوځواکونو مبارزه به له ناکامۍ سره مخامخ شي .

د جنرال مک کریسټل د څېړنې په باب احمدشیبرد امریکا د ملي پوهنتون له استاد او د افغانستان د کورنیوچارو پخواني وزیرعلي احمدجلالي سره کرکه کړې ده .ښاغلي جلالي یو له هغو کسانو ځنې دی چې مک کریسټل د ستراتیژۍ د څېړنې په مهال ورسره سلا مسوره کړې وه:
XS
SM
MD
LG