د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۴۱

اوباما : د افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو مهلت نه شم ټاکلی


ولسمشر اوباما هغه خبرونه چې ګنې ده جنرال مک کرېسټل ته ویلي دي چې افغانستان ته د نورو سرتېرو داستولو غوښتنه موقتاً وځنډوي هم رد کړل.
ولسمشر اوباما هغه خبرونه چې ګنې ده جنرال مک کرېسټل ته ویلي دي چې افغانستان ته د نورو سرتېرو داستولو غوښتنه موقتاً وځنډوي هم رد کړل.
ښاغلي اوباما چې د امریکا له ټلویزیوني شبکو سره د مرکو په لړۍ کې خبرې کولې، همداراز وویل چې دی له افغانستانه د امریکايي قواوو د وتلو لپاره مهلت نشي ټاکلی.

ده په خپلو څرګندونو کې وویل، لومړنۍ پوښتنه دا ده چې آیا موږ پر سمه لار روان یو، او آیا موږ سمه ستراتیژي تعقیبوو کنه؟

د امریکا په کانګرس کې جمهوري غوښتونکي سناتوران غواړي د افغانستان د جګړې ډګر ته چې څه وخت وروسته یې نه کاله پوره کېږي، په ډېر شمېر سرتېري واستول شي، په داسې حال کې چې د ښاغلي اوباما د خپل ډیموکراټ ګوند سناتوران بیا پښه نیولي دي.

د امریکا د وسله والوځواکونو لوی درستیز ادمیرال مایک مولن تېره اونۍ کانګرس ته وویل دی تمه لري چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان به په نژدې راتلونکي کې د نورو عسکرو او اضافي تجهیزاتو د استولو غوښتنه وکړي.


د جمعې او شنبې په ورځ داسې راپورونه خپاره شول چې مک کرېسټل خپله طرح بشپړه کړې، خو ورته ویل شوي دي چې له ځان سره يې وساتي.

ولسمشر اوباما هغه خبرونه چې ګنې ده جنرال مک کرېسټل ته ویلي دي چې افغانستان ته د نورو سرتېرو داستولو غوښتنه موقتاً وځنډوي رد کړل، ویې ویل، یوه خبره چې ده خپلو کسانو ته کړې دا ده چې یو خو دې ساده او بې صیقله څېړنې کوي، او بله دا چې دی غواړي له ستراتیژۍ مخکې د امکاناتو په اړه غور وکړي، ځکه د ده په وینا د انسانانو طبیعت داسې دی چې وايي که ډېر امکانات راته راکړل شي نو ډېر کار به وکړم.

اوباما وویل، مخکې له دې چې دی افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو پرېکړه وکړي، غواړي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مناسبې ستراتيژۍ ته انتظار وکړي.

اوباما د جمعې په ورځ په یوه بله مرکه کې په افغانستان کې د پوځي ماموریت د دوام په اړه وویل، که د دې ماموریت هدف د افغانستان د ملي حکومت ملاتړ، د ظرفیتونو لوړول او د امنیتي ځواکونو پیاوړي کول وي خو امریکا به دې کار ته دوام ورکړي، خو که داسې نه وي دی بیا نو یوازې په افغانستان کې له پاتې کېدو او هلته له تش حضور سره مینه نلري.
XS
SM
MD
LG