د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۰۳

افغان کارپوهان: بهرنيان بايد په انتخاباتي چارو كي لاس وهنه بنده کړي

د سمه ايزو مطالعاتو د مركز مشر عبدالغفور ليوال وويل چې په انتخاباتي بهير كې د بهرنيانو لاسوهنه زياتې ستونزې رامنځ ته كړي
د سمه ايزو مطالعاتو د مركز مشر عبدالغفور ليوال وويل چې په انتخاباتي بهير كې د بهرنيانو لاسوهنه زياتې ستونزې رامنځ ته كړي

د افغانستان د سیمه ایزو مطالعاتو مرکز د شنبې په ورځ پخپل یو بحث کې پر انتخاباتو د بهرنیو لاس وهنې اغیزې وڅیړلې.

دوی پخپلو خبرو کې دا غوښتنه هم وکړه، چې د انتخاباتو خپلواک کمسیون باید پرې ښودلې شي، چې د درغلیو په اړه شوې ادعاوی په سمه وڅیړي.

د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي استاد نصراله ستانکزي پخپلو خبرو کې په افغانستان کې د بهرنیو لاس وهنو بیلابیلو ابعادو ته ګوته ونیوله او ویویل.

" لاس وهنه دوه ډوله ده ، يو خو زمونږ ځيني ګاونډیو هيوادونو او حتي ځينو عربي هيوادونو د افغانستان په مئله كي په پټه لاس وهنه كوله، او بل ډول هغه لاس وهنې وي چې هغه ښكاره وي ، مثلا نن چې انتخابات پاي ته رسيږي په سبا يي هالبروك كابل ته راځي ، او بيا ځيني له سميزو چارواکو سره ګوري او بيا د انتخاباتو په اړه نظر څرګنديږي"

نوموړي زياته كړه چې له انتخاباتو څخه د څار د اروپايي ډلې دنده د حقوقو له پلوه يواځي د انتخاباتو څارنه او راپور يي د انتخاباتي شكايتونو كميسيون ته وركول وه

له انتخاباتو څخه د څارني اروپايي ډلې څو ورځي مخكي په يوي خبري غونډه كي ويلي وه چې په انتخاباتو كي پراخي درغلي شويدي او بايد پدي برخه كي جدي غور وشي

د سميزو مطالعاتو د مركز مشر عبدالغفور ليوال هم وويل چې په انتخاباتي بهير كي د بهرنيانو لاسوهنه ښايي زياتي ستونزي رامنځته كړي

"نړيواله ټولنه او ددوی څارونکي یوازې باید د خپل نظارت نتيجه اعلان كړي ، دغه نتيجه هم بايد مسؤلو ارګانونو ته وسپاري، خو د رايو د ابطال د چا د ناكامي يا كاميابي د حكم وركولو او په مجموع كي د انتخاباتو په اړه ويل چې دوهم دور ته غورځي دا حق دوي نه لري"

د شویو ادعاو له مخې د زمري د مياشتي د نهه ويشتمي نيټي په انتخاباتو كي د مطرحو كانديدانو په ګټه په پراخه كچه درغلي شويدي او همدا لامل وګرځيد چې د انتخاباتو لومړني پايلي هم ځنډيږي

دغه راز د انتخاباتو د خپلواك كميسيون چارواكو هم ويلي دي چې دوي د لسو فيصدو صندوقونو د مشكوكو رايو بيا شميرنه هم پيل كړيده

د انتخاباتو د خپلواك كميسيون چارواكو دا هم ويلي دي چې د انتخاباتو په اړه په ټولو شويو شكايتونو باندي به جدي غور وشي څو دا باوري كړي چي انتخاباتي کمسیون په شفافيت سره خپله دنده ترسره كړي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG