د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالکریم خرم له ازادۍ راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې لویدیځ هېوادونه او امریکا په دې تورنه کړه، چې غواړي، په افغانستان کې یو تپل شوې حکومت جوړ کړي.
خرم په خپلو خبرو کې ځینو هغو فشارونو ته هم اشاره وکړه، چې له ډیره وخته په افغان مشرتابه کې موجود دي او هدف يې د اوسني حکومت له منځه وړل دي.
په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند له ښاغلي خرم سره مرکه کړې،دا مرکه دلته اوریدلی شۍ:
د مرکې بشپړ متن دلته ولولۍ:
پوښتنه:
ښاغلې خرم!په دې ورځو کې په انتخاباتو کې د لاس وهنو په اړه په مطبوعاتو کې یو ډول غوغا رامنځ ته شوې، خبره تر دې حده هم ورسیدله، چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي او د هغه د مرستیال ترمنځ هم اختلافات رابرسیره شو، که تاسو دا وویاست، چې په خپله افغان دولت دې لاس وهنو ته په کوم نظر ګوري او دریځ يې په دې اړه څه ډول دې؟
ځواب:
لاس وهنې، فشارونه او اعمال د فشار په رښتیا سره موجود دې او دا له نن ورځې نه نه ده له انتخاباتو مخکې له انتخاباتو سم لاسي مخکې او اوس هم موجود دي.
پوښتنه:
خرم صاحب که تاسو لږ څه واضح خبرې وکړۍ او وویاست، چې دا فشارونه د چا له خوا موجود دي او هدف يې څه دې؟
ځواب:
لومړې به د هدف په اړه ووایم د دغو لاس وهنو او فشارونوهدف دادې، چې په افغانستان کې یو پیلې، کمزورې او تړلې حکومت موجود وي او په خپلو پښو ولاړ نه وي.
پوښتنه:
حال دا چې نړیواله ټولنه او امریکا، چې په افغانستان کې د تروریزم په خلاف د روانې مبارزې مشري کوي تل په دې ټینګار کوي، چې په افغانستان کې یو پیاوړې حکومت رامنځ ته شي، دوی کولاې شي په ټول هیواد واکمن شي.؟
ځواب:
مشکل هم دلته دې حرف او عمل باید یو شی وي، اما تاسو پوهیږۍ، چې د امریکا نوی ادارې عمومي متفتیشین تعین کړل، هغوې افغانستان ته راغلل او د دوی د مرستو کیف و کان يې تفتیش کړل او وې لیدل، چې په میلیاردونو ډالره حیف و میل شوی دي. دا د امریکا د خلکو له زحمتونو نه لاس ته راغلې پیسې دي، چې دلته بې ځایه لږول شوې او دا افغانانو نه دي کړي په خپله دوی کړي، که کومو افغانانو کړي هغه له دوی سره تړلې افغانان دي.
بله مسئله له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې ده، افغانانو د تاریخ په اوږدو کې د لومړي ځل لپاره په ورین تندي بهرنیان په خپله خاوره کې منلي دا په څه خاطر، دا په دې خاطر منلي، چې تروریست نور دلته نه وي، بمونه نه وي ځان وژنه نه وي خو دا هر څه ورځ تر بلې زیاتیږي. نو دلته دا سوال هم پیدا کیږي، چې ایا د تروریزم په خلاف مبارزه کیږي که نور اهداف تعقیبیږي. هم د افغانستان خلکو ته دا سوالونه پیدا دي او هم د اروپا او امریکا ولسونو ته نن ورځ دا سوالونه پیدا دي.
پوښتنه:
یعنی ستاسو مطلب دادې، چې امریکا او نور اروپايي هېوادونه ، چې دلته پوځي حضور لري د دوی زیات تمرکز د تروریزم په خلاف په مبارزه نه دې بلکه کوم نور ځانګړي اهداف تعقیبوي؟
ځواب:
بلې همدا شان معلومیږي او بالاخیره دا شکونه پیدا کیږي چې ایا د تروریزم ضد مبارزې نه کومه ابزاري استفاده کیږي او که څنګه؟ ولې ورځ په ورځ کابل ته تروریستان رانږدې کیږي.؟ او جنګونه د دې پر ځاې، چې کم شي زیاتیږي.
پوښتنه:
په خپله د افغان حکومت انګیرنه څه ده، چې دوی کوم ډول اهداف تعقیبوي؟
ځواب:
مونږ هغه فشارونه، چې له انتخاباتو مخکې د انتخاباتو په ورځ او اوس موجود دي ګورو او تحلیلو يې دا همدا شکونه پیدا کوي، چې نه یوازې په افغانستان کې بلکه په ټوله نړۍ کې پیدا شوي او د هم دغو مسایلو د پوښتلو لپاره دلته یو ضعیف او پیلې حکومت په کار دې.
داسې حکومت په کار دې، چې د دوی د خوښې خلک په کې شامل وي.
دا ټول فشارونه په دغه خاطر دي.
پوښتنه:
تاسو په خپلو څرګندونو کې بیا بیا دې ټکې ته اشاره وکړه، چې دوی غواړي په افغانستان کې یو کمزورې حکومت رامنځ ته کړي، دوی ولې دا غواړي او دوی کوم کسان دي، امریکا ده اروپايې ټولنه څوک دي، چې غواړي یو داسې کمزورې حکومت په افغانستان کې جوړ کړي.؟
ځواب:
په مختلفو درجو باند ټول بهرنیان، ضعیفه حکومت، چې لکه ما تاسو ته وویل، وګورۍ زه به لږ لرې ولاړ شم، په افریقا کې په شپیتمه لسیزه کې دغه هېواد په ښکاره له استعمار نه خپلواکي واخستله، اما ثبات،پرمختګ، ترقي او اقتصادي پرمختګ دا مسایل په کې تقریبا نشته. هماغه خواري او غریبي ده، په هماغه ځاې کې انجوګانې پیسې ور وړي او بیرته یې ورځنې وباسي.
دا خلک سره له دې، چې د الماسو په کانونو ژوند کوي، خو بیا هم فقیر خلک دي.
د دوی رهبران پیلې ساتل شوي، په بېلابېلو فسادونو کې ښکیل ساتل شوي ترڅو ، کله چې بهرنیان خپل اهداف ترلاسه کړي بیا يې بدل کړي بل راولي او کودتاوې وکړي.
په افغانستان کې څه پیښ شول، د طالبانو له ماتې وروسته تقریبا اداره موجوده نه وه، اوس اداره داسې یو حد ته رسیدلې، چې ورته ویلې شو، چې تقریبا پر خپلو پښو دریدلې او ظرفیت په کې پیدا شوې.
له بلې خوا نه افغانستان یو داسې ولسمشر او مشر پیدا کړې، چې رشوت خور نه دې، هغه غل نه دې او هغه له خپلو مامورینو نه زیات کار کوي له ټولو مخکې دفتر ته راځي او وروسته کور ته ځي او په نورو دسایسو کې ښکیل نه دې.
دا د څه باعث کیږي، دا د دې باعث کیږي، چې افغانان د افغانستان حکومت ځان تثبیت کړي او دا وښۍ، چې زه هم موجود یم، دا او هغه دوه نور عوامل، چې هم له تروریزم سره د مبارزې او هم د مالي مرستو په برخو کې، چې ما وویل خارجیانو دلته خرابې کړې دغه ټول عوامل، چې سره یو ځاې شي نتیجه يې دا راوځي، چې دلته باید یو بیلې یو ضعیفه او په مشکلاتو ککړ حکومت موجود وي.
پوښتنه:
خرم صاحب که تاسو یوې بلې مسئلې ته اشاره وکړۍ، البته په خپله ولسمشر کرزي هم کله، چې د افغانستان دولسمشر په توګه وټاکلې شو د نړیوالې ټولنې ملاتړ ورسره وو.
اوس د نړیوالې ټولنې امریکا او ولسمشر کرزي ترمنځ د اختلافاتو یو علت، چې په نړیوالو مطبوعاتو کې ښودل کیږي هغه د افغانستان په اوسني حکومت کې د فساد موجودیت دې ایا دا تاسو تایدوۍ او که نه يې تایدوۍ نو ستاسو په نظر د دغو اختلافاتو اصلي علت څه دې؟
ځواب:
د اختلافاتو هماغه علت دې، چې دلته باید یو ضعیف حکومت وي، داسې حکومت وي چې په هغو کې د دوی د نظر وړ یا اشخاص یا میکانزم يې هغسې جوړ شي.
مثلا د اجرایوي پوسټ ایجادول، چې هغه زموږ په اساسي قانون کې هم نشته او د ولسمشر صلاحیتونه محدود کړي. دا ځکه، چې ولسمشر یو تړلی سړې نه دې. نو نه يې لرې کولاې شو، نه يې وژلې شو نو داسې پوسټ باید ایجاد کړو، چې دې محدود کړي او یا داسې میکانیزم جوړ شي، چې کمېټې جوړې شي.
په افغانستان کې ځینې نور مسایل هم شته، چې ولسمشر کرزي ویلي، چې لویه جرګه به رابولي سوله او تفاهم به منځته راوړي، یا د منطقې په سطحه د روابطو مسله ده. د دغو ټولو د کنټرولولو لپاره دغه اختلاف موجود دې د فساد لپاره نه دې.
په افغانستان کې د درېمې نړۍ د هېوادونو په پرتله تر ټولو د ټیټې کچې فساد موجود دې، چې روانو جنګونو او هغه څه، چې تېر شوي منځ ته راوړې دې.
اصلي فساد، چې موجود دې هغه بین المللي فساد دې او که افغانان هم په کې ککړ دي هغه هغه کسان دې، چې له دوی سره تړلي دي.
پوښتنه:
خرم صاحب تاسو په خپلو مخکنیو څرګندونو کې څو څو وارې یو ټکې ته اشاره وکړه، چې امریکا او یا نوره نړیواله ټولنه ، چې ده د دوی د فشارونو یو هدف دادې، چې دوی غواړي خپل ځینې کړۍ یا ځینې کسان په حکومت کې دا خل کړي. تاسو دغو کړیو او یا کسانو ته اشاره کولې شۍ، چې دا څوک دي.؟
ځواب:
دا په مطبوعاتو کې ډیر ډیر وارې ذکر شوی او دا تاسو هم شاید نشر کړې وي، چې یو خاص پوسټ د ځینو خاصو خلکو لپاره منځ ته راغلې، یا مثلا، چې حکومت وي په هغو کې څلور کمیټې وي او د هغو په راس کې دا دا کسان وي او په یو ډول به حکومت تړلې نیسي.
پوښتنه:
د دغو کسانو نومونه ښودلې شۍ، چې دا څو ک دي ؟
ځواب:
زه فکر کووم، چې دا په مختلفو وختونو کې یاد شوي، زما له خوا به ښه نه وي، چې نومونه يې واخلم که نه بله ستونزه نه لرم.
پوښتنه:
مننه، خرم صاحب دا د روانې لانجې په اړه، چې د انتخاباتو پر سر روانه ده ویل کیږي، چې دا تر ډیره په انتخاباتو کې له شویو درغلیو سره تړاو لري او نړیواله ټولنه هڅه کوي، چې په یو نه یو ډول دغه ستونزه پاې ته ورسوي او بالاخره یو مشروع حکومت جوړ کړي، چې د ټولو افغانانو لپاره د منلو وړ وي، تاسو دغه مسئله په څه ډول انګیرۍ؟
ځواب:
زه به دغه مسئله له دغه ځایه شروع کړم، چې د افغانستان د ولسمشرسره د نړیوالې ټولنې د ځینو برخو ستونزې مخکې له انتخاباتو نه موجود وو.
هغوې د افغانستان ولسمشر د ده دستګاه داسې بولي، چې دا زمونږ له کنټرول نه وتلي، چې د کنټرول نه مو وتلي دا نه غواړو، دا سړې نه غواړو.
اول یې په نورو طریقو غوښتل، چې دې سحنه ترک کړي، مختلف فشارونه یې راوړل، چې دا فاسد حکومت دې او دا په مخدره موادو کې غرق دې او دا داسي دي.
هغو کومه نتیجه ورنه کړه، ځکه، چې بې بنسټه وو. هغه ، چې و نه شول د انتخاباتو مرحله راغله، مخکې له انتخاباتو فشارونه وو ، چې دغسې یو پوسټ باید ایجاد شي، بیا د انتخاباتو په جریان کې فشارونه وو، چې راکټونه وو او بعضې حملې وې، خصوصا د افغانستان په جنوب کې، چې خلک یې اشتراک ونه کړي دا ولې، دا داسې فکر کېده، چې حامد کرزې صرف له جنوب نه راېې اخلي نو په جنوب فشار زیات شي څو، چې دی رایه وانخلي. اما د جنوب خلک هم رایو ته راغلل او حامد کرزي په شمال کې هم له تېر وار نه په لسهاو وارې زیات راېې ترلاسه کړې.
اوس دغه مرحله ده ، چې داسې وښودلې شي، چې دا درغلې دي، دا مشروع نه دي او له دغه طریق نه فشارونه راوړلې شي څو د دوی غوښتنې پوره شي.
پوښتنه:
خرم صاحب تاسو د انتخاباتو په ورځ ځینو امنیتي پېښو ته اشاره وکړه، چې په جنوب او د هېواد په نورو سیمو کې رامنځ ته شوې، تاسو دې مسئلې ته هم اشاره وکړه، چې دا یو ډول هڅه وه، چې خلک زیاته برخه وانخلي ، ځکه داسې انګیرل کېدله، چې ولسمشر به زیاتې راېې په جنوب کې واخلي، نو تاسو د دې نا امنیو تر شا د بهرنیو ځواکونو لاس بولۍ .؟
ځواب:
یا د دوی لاس دې او یا، چې داسې ویل کیدل، چې انتخابات څو میاشتې وځنډوۍ، چې زیات سرتیري راولو او امنیت تینګ کړو یا دغو هڅوکومه نتیجه نه ده ورکړې.
پوښتنه:
اوس، چې د انتخاباتو لومړني نتایج ځنډول شوي، چې انتخاباتو خپلواک کمسیون يې تخنیکي ستونزې بولې خوپه رسنیو کې داسې راپورونه ورکولې کیږي چې دا همدا بهرني فشارونه دي. ایا تاسو دا تائیدوۍ؟
ځواب:
دا فشارونه شته، دا بیخي زیات وو، چون د افغانستان خلکو عامه افکارو او ولسمشر ورسره مقابله کړې اوس کم شوي او نور به هم کمیږي.
پوښتنه:
نو تاسو څه فکر کوۍ، که چیرې نړیواله ټولنه په مجموع کې د اوسني حکومت مخالفه وي، دا حکومت به څومره وکړاې شي د دوی په وړاندې مقاومت وکړي او خپل موجودیت ثابت وساتي؟
ځواب:
نړیواله ټولنه يې مخالفه کیدلې نه شي، دا هغه کسان دي، چې خپل ولس هم وغلوي او زمونږ ولس هم وغلوي. نو په دیموکراسۍ کې یو ښه والې دا دې، چې زما هدف دلته اروپا او امریکا ده، ښه والې دا دې، چې کله خلک پوه شي عامه افکار پوه شي فشارونه زیات شي نو حکومتونه عیاروي.
په هیڅ صورت به دا کړکیچ دوامداره نه وي، تر اخره به نه وي د غربي هېوادونو خلک هم ورځ تر بلې په حقایقو پوهیږي او زموږ خلک هم پوهیږي.
د افغانستان خلکو او ولسمشر یې قربانۍ ورکړې، مقاومت يې کړې او دوی به کامیابیږي او نړیواله ټولنه به هم په بهترینه وجه ورسره اړیکو ته دوام ورکوي.
پوښتنه:
دغو نړیوالو فشارونو ته په پام سره ، چې تاسو ورته اشاره وکړه، چې په افغان دولت موجود دي او هغه هم د یو ضعیف دولت د رامنځ ته کولو لپاره، دغو ټولو حقایقو ته په پام سره څه فکر کوۍ، چې افغانستان اوس څه ډول حیثیت لري ایا یو اشغال شوې هېواد د ېو تاسو ورته څه ډول تعریف ورکوۍ؟
ځواب:
افغانستان اشغال شوې هېواد نه دې، که نړیواله ټولنه خپل برخورد ته تغیر ورنه کړي نو ورو ورو به دا فکر پیدا شي، چې دا یو اشغال شوې هېواد دې خو دغسې په څه خاطر نه کیږي، لکه تاسو چې نن ورځ د افغانستان د اوسني حکومت تلاش او دریځ وینۍ دا باعث کیږي، د افغانستان د خلکو عامه ذهنیت باعث کیږي او په اروپا او امریکا کې د عامه خلکو ذهنیت ددې باعث کیږيږې، چې داسې څه منځ ته رانه شي. افغانانو د لومړي خل لپاره بهرني ځواکونه په ورین تندي منلې او دا یې د خپل امنیت لپاره منلی او په هغه صورت کې ، چې دغه شې افغانانو ته ته ورنه کړاې شي نو بیا د دوی موجودیت دلته معنې نه لري.
پوښتنه:
که چیرته دغه نړیوال فشارونه وتوانیږي، چې د افغانستان انتخابات دوهم پړاو ته وغورزوي ، مثلا اوس لومړنۍ یا قمسي نتایج ښۍ، چې ولسمشر کرزي د پنځوس جمع یو اکثریت ګټلې او د جمهور رئیس په توګه د ټاکلو لپاره یو وړ کس دې، که چیرته دا فشارونه د دې سبب شول، چې انتخابات دوهم پړاو ته وغورزیږي په هغه صورت کې به ستاسو دریځ څه ډول وي.؟
ځواب:
تاسو په خپله وویل، چې که دغه فشارونه باعث شي نه هغه روند د کار، نو هغه به یو غیر دیموکراتیک او غیر اصولي کار وي نو له هغه سره به حکومت په هما غه وخت کې ګوري، چې څه وکړي.
زه غواړم له دغه موقع نه یوه استفاده وکړم ، شاید دغه مختلف بحثونه، چې کیږي او دغه جریانات، چې یوه ورځ نتایج اعلانیږي یوه ورځ نه اعلانیږي دې هېوادوالو ته ځینې تشویشونه پیدا کړي.
د افغانستان ولسمشر د ټولو مسایلو په جریان کې دې ، ټول مسایل تر کنټرول لاندې دي هیڅ ډول تشویش دې خلک نه کوي او په بهترینه وجه باندې به انشاء اله دا هر څه حل شي.