د بهرنيو چارو وزير ډاكټر رنګين داد فرسپنتا د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وويل چې په يونان كې د افغانستان سفارت نشته خو دا هڅه روانه ده ترڅو په بروكسل كې د افغانستان د سفارت له لارې په يونان كې د افغان مهاجرو شته ستونزې حل شي.
ډاكټرسپنتا څرګنده كړه چې تر اوسه يې دوه قونسلي پلاوي يونان ته استولي ترڅو په نوموړي هېواد كې د افغان مهاجرو موضوع ار زيابي او
ستونزو ته يې د حل لاره پيدا شي:
"تركومه حده چې امكان لري موږ به دې مسالې ته پاملرنه وكړو، ما په خپله په ايټاليا كې د يوه كنفرانس په څنډه كې د يونان له بهرنيو چارو وزيرسره په دې اړه خبرې وكړې چې افغان مهاجرو ته يو لړاسانتیاوې په يونان كې برابركړي.
دوه ستونزې شته يوه دا چې دوى غيرقانوني مهاجر دي او بله دا چې په يونان كې موږ قونسلګري نه لرواو امكانات موكم دي خو بيا هم په دې برخه كې هلې ځلې كوو."
كه څه هم په يونان كې دغيرقانوني افغان مهاجرو دقيقه شمېره نه ده معلومه خو ځينې راپورونه وايې چې ښايې په نوموړي هېواد كې څه باندې دوه زره غيرقانوني افغان مهاجر موجود وي.
په ايټاليا كې يوه افغان محصل بصيراهنګ چې د روان ميلادي كال په لومړيو كې يونان ته تللى وو او هلته يې د افغان مهاجرو ستونزې له نژدې ليدلي ازادۍ راډيو ته وويل چې په يونان كې هره ورځ افغانان په يوه ډول قرباني كيږي.
د ښاغلي اهنګ د معلوماتو له مخې يوازې د يونان د مرکز اتن په زندان كې نژدې اوه سوه افغانان بنديان دي چې ديرش تنه ښځې او درويشت تنه ماشومان هم په كې شامل دي.
ده په يونان كې دغيرقانوني افغان مهاجرو ستونزې داسې بيان كړې:
"له بده مرغه په يونان كې د افغان مهاجرو وضعه ډيره خرابه او دردونكې ده، په يونان كې افغان مهاجر بې سر نوشته دي په سړكونو او پاركونو كې ويده كيږي دوى په خپله هم زوريږي او دغه رازهلته هم له افغانستان څخه خلكو ته بد انځوروركوي."
ده وويل چې په يونان كې افغان مهاجر په پاركونو او سړكونو كې ويده كيږي او په بېلابېلو ناروغيو په خاص ډول دپوستکي په ناروغيو اخته شوي.
افغان مهاجر يوازې په يونان كې له ګڼو ستونزو سره مخامخ نه دي بلكه په نورو هېوادونو كې هم له هره پلوه د دوى په وړاندې كوړه ستونزې پرتي دي.

ويل كيږي چې يونان ته د ايران او تركيې له لارې افغانان په غيرقانوني توګه قاچاق شوي، د افغانستان د بهرنيو چارو وزيرهمدې مسالې ته په اشاره وايې چې په يونان او ځينو نوروهېوادونوكې دوى د افغان مهاجرو په برخه كې دوه ستونزې لري يوه دا چې افغانستان بايد د نړيوالو پريكړو پراساس د انسانانو د قاچاق په وړاندې مبارزه وكړي او بله دا چې بايد نورو هېوادونو ته د قاچاق شوو افغانانوحقوق هم خوندي كړي.
په ايټاليا كې افغان محصل بصيراهنګ په يونان كې د افغان مهاجرو ستونزو ته په كتو سره وايې چې هلته هيڅ كارنشته، افغانان ډير زورول كيږي، له سختو حالاتو سره مخامخ دي، دى غوښتنه كوي چې بايد افغانان په خپل هېواد كې ستونزې وګالي خو دغوهېوادونو ته په غيرقانوني توګه ولاړنه شي.
ډاكټرسپنتا څرګنده كړه چې تر اوسه يې دوه قونسلي پلاوي يونان ته استولي ترڅو په نوموړي هېواد كې د افغان مهاجرو موضوع ار زيابي او

"تركومه حده چې امكان لري موږ به دې مسالې ته پاملرنه وكړو، ما په خپله په ايټاليا كې د يوه كنفرانس په څنډه كې د يونان له بهرنيو چارو وزيرسره په دې اړه خبرې وكړې چې افغان مهاجرو ته يو لړاسانتیاوې په يونان كې برابركړي.
دوه ستونزې شته يوه دا چې دوى غيرقانوني مهاجر دي او بله دا چې په يونان كې موږ قونسلګري نه لرواو امكانات موكم دي خو بيا هم په دې برخه كې هلې ځلې كوو."
كه څه هم په يونان كې دغيرقانوني افغان مهاجرو دقيقه شمېره نه ده معلومه خو ځينې راپورونه وايې چې ښايې په نوموړي هېواد كې څه باندې دوه زره غيرقانوني افغان مهاجر موجود وي.
په ايټاليا كې يوه افغان محصل بصيراهنګ چې د روان ميلادي كال په لومړيو كې يونان ته تللى وو او هلته يې د افغان مهاجرو ستونزې له نژدې ليدلي ازادۍ راډيو ته وويل چې په يونان كې هره ورځ افغانان په يوه ډول قرباني كيږي.
د ښاغلي اهنګ د معلوماتو له مخې يوازې د يونان د مرکز اتن په زندان كې نژدې اوه سوه افغانان بنديان دي چې ديرش تنه ښځې او درويشت تنه ماشومان هم په كې شامل دي.
ده په يونان كې دغيرقانوني افغان مهاجرو ستونزې داسې بيان كړې:
"له بده مرغه په يونان كې د افغان مهاجرو وضعه ډيره خرابه او دردونكې ده، په يونان كې افغان مهاجر بې سر نوشته دي په سړكونو او پاركونو كې ويده كيږي دوى په خپله هم زوريږي او دغه رازهلته هم له افغانستان څخه خلكو ته بد انځوروركوي."
ده وويل چې په يونان كې افغان مهاجر په پاركونو او سړكونو كې ويده كيږي او په بېلابېلو ناروغيو په خاص ډول دپوستکي په ناروغيو اخته شوي.
افغان مهاجر يوازې په يونان كې له ګڼو ستونزو سره مخامخ نه دي بلكه په نورو هېوادونو كې هم له هره پلوه د دوى په وړاندې كوړه ستونزې پرتي دي.

ويل كيږي چې يونان ته د ايران او تركيې له لارې افغانان په غيرقانوني توګه قاچاق شوي، د افغانستان د بهرنيو چارو وزيرهمدې مسالې ته په اشاره وايې چې په يونان او ځينو نوروهېوادونوكې دوى د افغان مهاجرو په برخه كې دوه ستونزې لري يوه دا چې افغانستان بايد د نړيوالو پريكړو