د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۰

میلبنډ: د افغانستان د انتخاباتو د دواړو خواوونظریات باید په راتلونکې حکومت کې منعکس شي


د برتانيي د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ میلیبنډ د افغانستان د انتخاباتو په د ولسمشر بارک اوباما سره هم د تېلفون له لارې خبرې کړي
د برتانيي د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ میلیبنډ د افغانستان د انتخاباتو په د ولسمشر بارک اوباما سره هم د تېلفون له لارې خبرې کړي

میلیبنډ وویل ددې انتخاباتو د دومخکښو کاندیدانونظریات باید په راتلونکې حکومت کې منعکس شي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېویډ ميلیبنډ وویل، پرته له دې چې دافغانستان د اسد د نهه ویشتمی نیټې د جمهوري ریاست انتخابات څوک ګټی، په نوی حکومت کې باید ددومخکښو کاندیدانو نظریات انعکاس پیدا کړي.

ملیبنډ وویل هره نتیجه چې لاس ته راځي یوه مسله واضح ده چې په انتخاباتو کې مختلف نظریات موجود دي.

هغه ټینګاروکړ چې په ملینونو خلک دولسمشرحامد کرزي لپاره د رایې ورکولو مرکزونو ته لاړل او په ملیونونو نوروهم د ډاګټر عبدالله لپاره په دې انتخاباتو کې برخه واخیسته.

دوی د افغانستان اکثریت وګړي تشکیلوي چې داصلاحاتو غوښتني او نظریات یی باید دراتلونکې حکومت په جوړولو کې په پام کې ونیول شي.

د بریتانیا د بهرنیو چارووزیر زیاته کړه، بریتانیا دافغانستان په انتخاباتو کې هیڅ ډول لاس وهنه نه شي منلی اونړیواله ټولنه باید ددې تمه نه کوي چی افغانستان دی هم د غربي ډيموکراسیو په بڼه چلند وکړي.

ميلیبنډ وویل، موږ هیڅکله هم د ازادواو عادلانه انتخاباتو نوم نه دی اخیستی ځکه چې دا دافغانستان له حالاتو سره جوړ نه راځي او زموږ په نظر ددې انتخاباتو یوه نتیجه چې خلک پرې باور وکړي، مهمه ده.

دبریتانیا دصدراعظم ګورډن براون دفتر وویل چې ميلیبنډ دافغانستان د انتخاباتو په اړه د پنجشنبې په ورځ د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره په ټیلېفون خبرې وکړې او ویی ویل چې ددې انتخاباتو د نهایي نتیجې له اعلان مخکې دې، په انتخاباتو کې د سرغړونو او درغلیو څیړنو ته کافي وخت ورکړل شي.

د بریتانیا د صدراعظم ویاند سایمون لویس وویل دا هغه پروسه ده چې باید په تدریجي ډول بشپړه شي څو دانتخاباتود وروستی نتیجې په اړه یقین او اعتماد حاصل شي.
XS
SM
MD
LG