د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۸

آیا اوباما به د افغانستان د جنګ ملاتړی وي؟


په سږني اوړي کې په افغانستان کې د زیاتو وینو تويیدو وجه وه او که د انتخاباتو اندیښنې وې، هر دلیل چې و، د افغانستان مساله یو ځل بیا په لویديځو هېوادونو کې را ګرمه شوه او د سیاسي مباحثو اصلي محور ګرځیدلې ده.

خبره د ستراتیژۍ او تاکتیکونو نه ده بلکه بحثونه په دې کې دي، چې ایا لویدیځ هېوادونه به له دې نور هم په افغانستان کې پاته وي؟

واشنګټن پوست لیکي: زیات وختونه داسې ویل کیدل چې د شمالي امریکا او اروپا تر منځ د سیاسي کلتور توپير موجود دی خو د افغانستان د مسالې په اړه یې اوس په دریځ کې شباهت لیدل کیږي.

یوه امریکایي ژورنالیست ”جورج ویل” څو ورځې وړاندې ویلي وو، چې په افغانستان کې د امریکا دخالت او ماموریت د لومړۍ او دوهمې نړیوالو دواړو جګړو له مودې څخه هم زیات شوی دی.

کله چې د جرمني د دفاع وزير وویل، عسکر یې ممکن په افغانستان کې د نورو لسو کلونو لپاره هم پاته شي، نو سیاسي غوغا یې راپورته کړه.

د دی هېواد مخالفو مشرانو وویل چې جرمني عسکر باید سمدستي له افغانستان څخه ووځي.

کاناډا د خپلو خلکو د مخالفتونو له وجې ممکن په ۲۰۱۱ کال کې په افغانستان کې د خپل ماموریت ختمول اعلان کړي. هالنډ همدا اوس ویلي چې دوی به په ۲۰۱۰ کال کې له افغانستان څخه ووځي.

د واشنګټن پوست ورځپاڼې د مقالی لیکواله ”این اپلبام” لیکي: تېره اوونۍ د هالنډ په امستردام ښار کې د افغانستان په اړه جوړ شوی کنفرنس کې ما هم ګډون کړی و.

کله چې یوه تن وینا وال د افغانستان جګړه وغندله او له دې هېواد څخه یې د بهرنیو عسکرو د ایستلو غوښتنه وکړه نو ناستو خلکو ورته لاسونه پړقول او شاوخوا غږونه کیدل چې په دوو کلونو کې دې بهرني عسکر له افغانستان څخه ووځي.

واشنګټن پوست لیکي: په نورو هېوادونو کې هم ټول ګوندونه په ګډه شکایتونه کوي چې د افغانستان د جګړې هدفونه څرګند او ریښتیني نه دي.

ورځپاڼه لیکي: د انګلستان د دفاع وزارت یوه چارواکي تېره اوونۍ استعفی وکړه او وایي، دی باور نه لري، چې حکومت دې د افغانستان د جګړې لپاره چې له تروریستانو څخه نیولي د هیرويینود قاچاق تر مخنیوي پورې پراخه ده، مشروعیت یا قانونیت ورکړي.

ورځپاڼه لیکي: امریکايي څیړونکي دا هم وایي چې خلک باید پوه شي چې د جګړې لګښتونه څومره دي، دا جګړه به تر کله دوام کوي او د امریکا ملي ګټي په کې څه دي.

ځیني نور بیا وایي چې مونږ باید اصلي ستونزو ته له پاکستان او نورو ته پام واړو او یو واقعي حل ورته پیدا کړو.

واشنګټن پوست لیکي: هر څوک هر ډول فکرکوي خو اصلي خبره داده چې د اروپا او شمالي امریکا مرکزونو هیڅکله هم د افغانستان د جګړې د هدفونو په اړه شک نه دی ښودلی.

دوی په دې نظر دي چې د دې جګړې ګټل په افغانستان کې د منلو وړ یوه حکومت ټینګیدل دي او بایلل یې د طالبانو او القاعده شبکې بیرته واکمن کیدل دي.

ورځپاڼه لیکي: د افغانستان جګړه اسانه جګړه نه ده خو خلکو ته سمه نه ده تشریح شوې.

زیات کلونه خلکو یا هغو کسانو چې د عراق د جګړې مخالفت یې کاوه د افغانستان جګړه یې ښه جګړه بلله او په دې اړه یې زیات دلایل هم نه ویل.

د ورځپاڼې په باور، د دې چوپتیا نتیجې په اروپايي هېوادونو کې ښه په ډاګه کیږي.

د دې هېوادونو خلک داسې فکر کوي چې عسکر یې په افغانستان کې واقعي جګړه نه کوي او یوازې یې په پوځي مرستو کې ګډون کړی.

د واشنګټن پوست ورځپاڼې لیکواله لیکي: د پیژندل شوي لیکوال احمد رشید څرګندونو ته په پام، زه هم په دې نظر یم چې افغانستان لا هم د ناهیلۍ حالت کې نه دی.

دا لیکي: ما د انتخاباتو په مهال هم لیکلي وو، چې د افغانانو قاطع اکثریت نه یوازې په خپل هېواد کې سوله غواړي، بلکې یو ډول ډموکراسۍ ته هم لیواله دي.

مرکزي حکومت لا هم یو څه مشروعیت لري خو ممکن زیات دوام ونه کړي.

ورځپاڼه لیکي: د افغانستان د ملي پوځ د غښتلیا په مقصد د بهرنیو عسکرو زیاتول عاقلانه عمل دی خو که چیرې د سړکونو رغول او د کرنې په سکتور کې پانګه اچونه ورسره مل وي، ښه نتیجه به ولري.

د ورځپاڼې په باور: دا کارونه د خلکو له ملاتړ پرته نه عملی کیږي او د خلکو ملاتړ تر هغی نشي تر لاسه کیداي چې سیاست وال یې محرک نه وي.

واشنګټن پوست د تحلیل په وروستیو کرښو کې لیکي: د جمهور رییس بارک اوباما لپاره مناسب وخت دی چې د افغانستان په ماموریت کې متحدین ژمن وساتي.

اروپا ته یو دوه سفرونه، د پردې تر شا خبرې او افغانستان ته د نورو عسکرو استول یې کار نه ورکوي.

اروپاییان ممکن د جورج ډبلیو بوش په نسبت په اوباما باندې زیات خوښ وي خو دوی لا هم په دې نه دي ډاډمن، چې دوی به د بوش په نسبت د افغانستان مسالې ته زیات متعهد وي.

جمور رییس اوباما باید چې د اروپا او امریکا دواړو خواو ته لاس په سینه کیږدي او د افغانستان د ماموریت لپاره د هېوادونو او خلکو ملاتړ ډاډمن کړي.
XS
SM
MD
LG