د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۳

كاى ايډه:سياسي كړۍ د ې تر انتخاباتو وروسته سياسي اجماع جوړه كړي


د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي كاى ايډه وايي ټول افغانان دې د رای ورکولو خق وکاروي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي كاى ايډه وايي ټول افغانان دې د رای ورکولو خق وکاروي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي كاى ايډه په افغانستان كې د ولسمشرۍ لپاره د كانديدانو انتخاباتي كمپاينونه فوق العاده و ارزول.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي وويل چې د انتخابتو د پايلو تر اعلان وروسته ټولې سياسي كړۍ بايد راټولې شي او په خپلو كې يوه سياسي اجماع رامنځ ته كړي.

كاى ايډه چې د سې شنبې په ورځ يې په كابل كې يوې خبري غونډې ته خبرې كولې وويل چې د افغانستان د سياسي كړيو تر منځ همغږي په دغه هېواد كې د امن او ثبات د ټينګښت سره مرسته كولاى شي:

"د انتخاباتو د پايلو تر اعلان وروسته، لازمه ده چې سياسي كړۍ لكه څنګه چې د انتخاباتي كمپاينونو پر مهال يې خپل سياسي وړتیا وښوده، په خپلو كې سره راټول شی او د افغانستان د لانجې د هواري لپاره يوه ملي اجماع رامنځته كړي."

كاى ايډه دغه شان له خلكو وغوښتل چې له خپل اساسي حق څخه چې اساسي قانون دوى ته وركړى ګټه واخلي او په انتخاباتو كې په فعال ګډون سره خپل راتلونكى مشر وټاكي.

نوموړي دغه شان د انتخاباتو په ورځ د شديدو امنيتي تدابيرو د نيولو خبر وركړ زياته يې كړه چې سږ كال د انتخاباتي مركزونو شمېر هم زيات شوي دى.

كاى ايډه وويل په دغو مركزونو كې د افغان امنيتي ځواكونو او د انتخاباتو د كميسيون د كاركوونكو موجوديت به د درغليو مخنيوى هم وكړي، نوموړي زياته كړه:


"د موادو كيفيت چې د رایې وركولو پر مهال ورڅخه استفاده كيږي د پخوا په پرتله ډير ښه دي او د تقلب ضد پروسه ميكانيزم هم موجود دي، په دې توګه د رایو د وركړې او شميرنې پر مهال به درغلي نه كيږي."

د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شورا ګانو لپاره د انتخاباتي كمپاينونو موده چې دوه مياشتې يې دوام درلود تېره شپه ۱۲ بجې پای ته ورسیده او ټاكل شوې چې د زمري د مياشتې په نهه وېشتمه نېټه انتخابات تر سره شي.

خو په كابل كې دا اونۍ د دوو ځان وژونكو بريدونو څخه وروسته دا انديښنې پيدا شوي چې ښايي د امنيتي ستونزو له كبله ځيني خلك په انتخاباتو كې برخه وا نه خلي.

خو امنيتي ځواكونه ډاډ وركوي چې شديد امنيتي تدابير نيول شوي او د انتخاباتو په ورځ خلك كولاى شي چې له كومې ويرې پرته د خپل خوښې وړ كانديدانو ته خپل رایه وركړي.

راپور : اجمل تورمان
XS
SM
MD
LG