د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۳۹

ملي جنبش د انتخاباتو په درشل کې هېواد ته د دوستم د ستندېو هرکلی وکړ


د افغانستان د ملي جنبش ګوند مشر جنرال عبدالرشيد دوستم
د افغانستان د ملي جنبش ګوند مشر جنرال عبدالرشيد دوستم

تمه ده چې د افغانستان د ملي جنبش ګوند مشر جنرال عبدالرشيد دوستم به په شبرغان كې د حامد كرزي له كانديداتوري څخه خپل ملاتړ اعلان كړي.

د افغانستان د اسلامي ملي جنبش ګوند هېواد ته د دغه حزب د مشر جنرال عبدالرشيد دوستم د بيرته راستنيدو تود هرکلی کړی .

جنرال عبدالرشيد دوستم چې د ۲۰۰۴ ميلادي كال د جمهوري رياست په انتخاباتو د حامد كرزي يو سيال وه له تركيي څخه اوه مياشتي وروسته هېواد ته راستون شوی او تمه ده د پنجشنبي د ورځې په انتخاباتو كې به د حامد كرزي له كانديداتورۍ په ملاتړ ځيني غونډي جوړې كړي.

د ملي جنبش په ګوند كې د ځوانانو د چارو مسول مسعود احمد مسعود د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته داسې وويل:

"تيره شپه شاخوا د شپې اته نيمې بجې وې چې د جنرال دوستم الوتكه د كابل په نړېوال هوايي ډګر كې كښيناسته او نن په شمالي ولايتونو کې په ځانګړې توګه د جوزجان په ولايت كې پراخ تدابير نيول شوی دي او يقينا چې د حامد كرزي په ملاتړ به وينا وكړي او د ده پلويان به اوس د ده په راتګ سره ټول په انتخاباتو كې برخه واخلي."

په تېره اونۍ كې د اسلامي ملي جنبش ملاتړ وو د يو لړ مظاهرو په ترڅ كې ګواښ كړی وو چې كه جنرال دوستم بيرته هېواد ته راستون نه كړای شي نو دوي به په انتخاباتو كې گډون وه نه كړي.

د تېرو اونېو په ترڅ كې يو شمېر داسې اوازې او ګونګسې خپرې شوی وې چې ګويا د افغان دولت او نړيوالي ټولنې له خوا د جنرال دوستم په راتګ ښايي ځيني بنديزونه لږول شوي وي.

خو افغان دولت ويلي چې د جنرال دوستم په راتګ كې هيڅ ډول ستونزه نشته.

د جمهوري رياست يوه وياند سيامك هيروي نن په دې اړه ازادۍ راډيو ته وويل چې جنرال دوستم له تركيي څخه بيرته راستون شوی او خپلي دولتي دندې ته هم دوام وركولای شي:

"د جنرال دوستم او اكبر بای ترمنځ چې كومه شخړه رامنځ ته شوی وه هغه بيا د قومي سپين ږيرو په منځګړيتوب حل شوی وه او داچې اوس نوموړي بيرته هېواد ته راستون شوی او غواړي خپل ملي دين پوره كړي له دې مونږ خوښ يو او ولسمشرحامد كرزی هم د يوه فرمان په ترڅ كې د نوموړي وظيفه بيرته ورسپارلې ده.

ځيني خلك او كارپوهان په دې باور وه چې د ګارډين په ورځپاڼه كې د طالبانو په ډله ايزي وژنې كې د جنرال دوستم د لاس درلودلو د راپورونو په خپريدو سره نوموړي ښايي هېواد ته بيرته راستون نه شي خو د جنرال دوستم وياند د طالبانو په ډله ايزي وژني كې د هغه لاس درلودل رد كړي دي.

له بل پلوه په كابل كې د متحده ايالاتو د سفارت له خوا په يوې خپرې شوې اعلامېې كې د جنرال دوستم په راستنيدو باندې اندېښنه ښودل شوي ده.
XS
SM
MD
LG