سپنتا وويل، دا لومړى راپوردی چې د افغانستان د ماشومانو د حقونو په هكله د ماشوم د حقونو د نړيوال كنوانسيون استازيو ته وړاندۍ كيږي.
ښاغلي سپنتا په هېواد كې د ماشوم د حقونو د خوندي ساتلو په برخه كې د شويواجرا اتو په هكله وويل:
"د ماشومانو د حقونو د خوندي ساتلولپاره درې عمده قوانين چې څو ستراتيژى په كې شاملې دي، تنظيم شوې دي.
په دې قوانينوكې د معلولو او له خطرسره د مخامخوماشومانو ستراتيژي اوهمدارنګه په څلور ديرشو ولايتونو كې د ماشومانو د حقونود خوندي ساتلومركزونه شامل دي. چې د يوشميركورنيواو بهرنيومربوطو ارګانونو په مرسته په كاربوخت دي."
ښاغلي سپنتا دا هم وويل، سره له دې چې په دې لاره كې هلې ځلې روانې دي خو بيا هم د دولت او بهرنېو موسسو ډيرو مالي او تخنيكي مرستوته ضرورت دي چې د افغان ماشومانوستونزې له منځه يوسي.
د افغانستان د ماشومانو د حقونو له كنوانسيون سره تراوسه د يونسف ادارى اود ناروې هېواد مرستى كړې دي.
خو د دې هېواد د كاراو ټولنيزو چارو وزارت وايي، اوس هم شاوخوا شپږميليونه افغان ماشومان په سختو شرایطو كې ژوند كوي.
د دې وزارت مرستيال واصل نورمهمند دهېواد د ماشومانو د ستونزو په هكله د ازادۍ راډيو ته وويل:
"وروستۍ يا نوى احصايه چې موږ ته لاس ته راغلى ده ښه یی چې
هغه ماشومان چې عمر يي له شپږوكلونوڅخه تراوه لسو كالو پورې رسيږي شمير يي له اته ميليونوڅخه اوړي.او په دوي كې يو اعشاريه دوه ميليونه دهېواد په ګوټ ګوټ كې په شاقه كارونوبوخت دي."
خوخلك وايي، سره له دې چې كورني اوبهرني موسسو دهېواد د ماشومانو د حقونو لپاره ددوي د فعاليتونو خبرى كوي، خو اوس هم د هېواد په ډيرو سيمو كې ماشومان له زده كړو محروم دي، ماشومې انجونې په زوره وديږي، په بدوكې وركول كيږي او داسې نور...
دوي وايي، دولت او بهرنيوموسسو ته په كارده چې د دې ستونزى اوارى ته خپل پروګرامونه پراخ او جدي كړي.