د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

مینه صابر، د کال غوره شاعره


مینه صابر وردک له ایوارډ سره
مینه صابر وردک له ایوارډ سره
مينه له شپږو كلنو راهيسې شعر ليكي او د دونيم سوو په شا او خوا كې شعرونه لري ،دا وايي چې په شعر كې د چاتقليد نه كوي خو د باري جهاني شعرونه يې ډير خوښ دي .

مينه د شعرونو كومه چاپ شوې ټولګه نه لري خو كيفيت ته تر كميت ترجيح وركوي وايي چې پكار ده ځوانانو ته د ښه ليكلو مشورې وركړل شي :

( نن ،سبا ډير كتابونه چاپيږي خو ډير بې كيفيته ، داسې ليدل شوي كه چيرې كوم شاعر او ليكوال د كتاب د چاپ لپاره تيارى هم ونه لري نوريې دې ته هڅوي چې خپل كتاب چاپ كړي ،زما هيله له استادانو او له لويو ليكوالو څخه دا ده چې لومړى دغه ځوانان بايد ورزل شي بيايي ليكي اثار ورچاپ كړي . )

مينه صابر وردګ چې په كابل كې د درخانۍ د ليسې د دولسم ټولګي زده كوونكې ده د شاعرې تر څنګ د ماشومانو لپاره كيسې هم ليكي او د درخانۍ د مياشتنۍ خپرونې مرستياله هم ده .
i

دا د خويندو په شعرونو كې د ښځينه احساس پلوي كوي وايي چې خويندې بايد د شعر ويلو پر مهال دې ټكي ته ډير پام واړوي :

( له خويندو څخه يوه هيله لرم ،كله چې دوى شعر ليكي نو بايد ښځينه احساس په كې ښكاره كړي ،په دې توګه به د ښځو او نارينوو د شعرونو تر منځ يو توپير رامنځته شي . )

مينه كه څه هم پيغله ده خو شعرونه يې پاخه دي او د ميرمن كلتوري ،ټولنيز بهير غړي په مشاعرو كې د دې د شعر ويلو پر مهال له وياړه اكثره خپلې غاړې سموي .

په رڼا مشاعره كې چې سږ كال د غبروګولي په نهه و يشتمه نيټه د ميرمن كلتوري ، ټولنيز بهير په نوښت په كابل كې جوړه شوه تر مينې ورسته توبا ندا او اوږۍ اميل په كې په ترتيب سره د ښو شاعرانو دوهم او دريم ايوارډونه خپل كړل .
راپور : اجمل تورمان
XS
SM
MD
LG