د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۴

د مور اوماشوم دمړینو په کمولوکې د رسنیو رول وڅېړل شو


ازادۍ راډیو دا ژمنه په هغې غونډه کې وکړه، چې د تیرې جولاې د میاشتې په اته ویشتمه او دیرشمه نیټه د نیپال په پلازمینه کټمنډو کې د مور او ماشوم د روغتیا تر نامه لاندې د سارک د غړو هیوادونو ترمنځ جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د افغانستان سربیره، د بنګلادیش، بوټان، هند، مالدیو، منګولیا، فلیپین، د مرسته ورکوونکو هېوادونو او د روغتیا د نړیوال سازمان او ملګرو ملتونو استازو برخه اخستې وه.

د افغانستان له لوري په دې غونډه کې د عامې روغتیا د وزارت د مرستیالې ډاکټر نادره حیات او د ملي شورا پر غړو سربیره د ازادۍ راډیو خبریالې فوزیه احسان هم ګډون کړې و.

د غونډې برخه والو د سارک په غړو هېوادونو کې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې د مور او ماشوم د مړینې د شمیرې د کمولو لپاره د پراخو هڅو ژمنه وکړه او همداراز په دې مبارزه کې د رسنیو رول هم وڅیړل شو.

د ازادۍ راډیو خبریالې فوزیه احسان هم غونډې ته د معلوماتو د ورکولو په ترڅ کې د ازادۍ راډیو په استازیتوب ژمنه وکړه، چې په دې برخه کې به د یوې خپلواکې رسنۍ په توګه، چې د افغانستان لرو پرتو سیمو ته هم د هوا د څپو له لارې لاس رسې لري خپل مهم رول ولوبوي.

ازادۍ راډیو له تېرو څه باندې اوو کلونو راهیسې د افغانستان لپاره په پښتو او دري ژبو کې خپرونې کوي او په ټول امانتدارۍ سره خلک له ورځنیو پېښو خبروي.

دغه راډیو، چې د ورځې دولس ساعته خپرونې لري، د ورځنیو پیښو په اړه د خبرونو ترڅنګ ښوونیزې خپرونې هم لري، چې روغتیا يې هم یوه برخه ده.

د دغه پروګرام له لارې، چې روغتیا د ژوند شمتنۍ نومیږي او په اونۍ کې یو ځلې د یو ساعت لپاره په ژوندۍ بڼه خپریږي د هېواد وتلي ډاکټران د اورېدونکو پوښتنو ته د دوی د روغتیايي ستونزو په اړه معلومات ورکوي.
XS
SM
MD
LG