د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

توحيدي: ملي ټلويزيون نورو كانديدانو ته وخت نه وركوي


د انتخاباتو د کمیسون د رسنیو د جرګه ګۍ مشر
د انتخاباتو د کمیسون د رسنیو د جرګه ګۍ مشر
د انتخاباتو د رسنيو د كميسيون مشر د يكشنبې په ورځ په كابل كې يوې غونډې ته وويل چې ملي ټلويزيون په تېر څه كم يوه مياشت كې چې د انتخاباتي كمپاينونو او منډو ترړو په اړه خپرونې كړي، په سلو كې يې نژدې اته شپېته د حامد كرزي په ګټه وې.

د انتخاباتو د رسنيو د څانګې يوه مسوول چې پر رسنيو يې د څارنې څلورم راپور وړاندې كاوه، وويل د افغانستان دولتي رسنيو تر ډېره يوازې جمهوري رياست ته د كانديد حامد كرزي په اړه ډېرې خپرونې كړې دي او په خپلو خپرونو كې يې د جمهوري رياست نورو كانديدانو ته وخت نه دى وركړى.

د رسنيو كميسيون مشر صديق الله توحيدي چې دغه راپور يې وړاندې كاوه، وويل په تېر څه كم يوه مياشت كې د افغانستان ملي ټلويزيون د نورو كانديدانو په پرتله نژدې اته شپېته فيصده خپرونې د كرزي په ګټه كړي، چې د هغه د كمپاينونو د غونډو راپورونه او نور داسې مسايل يې خپاره كړي، چې د كمپاين بڼه لري. توحيدي دا د رسنيو له اصولو يوه سرغړونه وبلله.

د انتخاباتو د رسنيو د كميسيون مشر صديق اله توحيدي وويل، په دولتي رسنيو كې د توازن د نشتوالي په اړه د ولسمشرۍ د نورو كانديدانو اووه كره او مستند شكايتونه وررسېدلي دي او دوى خپلې اندېښنې د اطلاعاتو او كلتور له وزارت سره هم شريكې كړې دي.

توحيدي وويل دوى له يوې مياشتې راهيسې د ملي ټلويزيون د خپرونو په اړه خپل شكايتونه پيل كړي، خو ايله له تېرو ۴۸ساعتونو راهيسې د افغانستان د دولتي راډيو په خپرونو كې لږ بدلون راغلى دى.

توحيدي وويل كه چېرې ملي ټلويزيون نورو كانديدانو ته برابر وخت ورنه كړي، دوى دا صلاحيت لري چې په مقابل كې ځينې قانوني اقدامات وكړي.

خو د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزارت په وار وار ازادۍ راډيو ته ويلي دي چې دوى ټولو كانديدانو ته په ټولو دولتي رسنيو كې برابر حق وركړى.

په غونډه كې پر ځينو خصوصي رسنيو هم انتقادونه وشول چې يوشمېر مشخصو كانديدانو ته كار كوي يا يې پر ځينو كانديدانو شديد انتقادونه كړي دي.

خو د انتخاباتو د رسنيو د كميسيون مشر د نړيوالو راډيوګانو رول غوره وباله او ويې ويل دغو راډيوګانو ازادانه خپرونې كړي او ټول معيارونه يې ساتلي دي.
XS
SM
MD
LG