د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

رسنۍ او انتخابات


په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخاباتي مبارزې روانې دي ، په دې برخه کې د رسنیو د رول په اړه هم پوښتنې د هرې ورځې په تېرېدو زیاتېږي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون د رسنیو جرګه ګۍ په وار وار یو شمیر رسنۍ په انتخاباتي مبارزو کې په سرغړونو تورنې کړي او په دې اړه يې شکایتونه کړي.

ویل کېږي یو شمیر برېښنايي او چاپي رسنۍ چې ځانونه خپلواک او ناپیېلې هم بولې د ځانګړو کاندیدانو په ګټه کمپاینونه کوي. او ټولو کاندیدانو ته په یوه سترګه نه ګوري .

دا شکایتونه څومره پر ځای دي؟ رسنۍ د انتخاباتي مبارزو پر مهال کوم مسولیتونه لري؟ دا او داسۍ نورو پوښتنو ته ددې اونۍ په بحث کې میلمانه ځوابونه وايي.

د بحث میلمانه دي د هېواد دولتي ورځپاڼې مسول چلونکی نجیب الله شېنواری، د کابل پوسټ انګلیسي ژبې ورځپاڼې چلونکی وحیدالله غازي خیل، او دسیاسي چارو کارو وحید مژده . د بحث کوربه اجمل تورمان دی .

دا بحث دلته اوریدلی شۍ
XS
SM
MD
LG