د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۰۶

خوست ته بیا یو ډله ځان وژونکي ننوتې وو


د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي امنيتي ارګانونه نن وتوانېدل ماسپښين په خوست كې اووه ځان وژونكي بريدكوونكي له منځه يوسي.

دغه ځان وژونكي چې د يوه طرحه شوي پلان پر اساس خوست ښار ته دننه شوي وو، غوښتل يې د دې ولايت پر ملكي او پوځي تاسيساتو پرله پسې بريدونه وكړي.

د كورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري ازادۍ راډيو ته وويل، پوليس وتوانېدل د دغو ځان وژونكو د بريدونو مخنيوى وكړي او دوى ووژني.

د كورنيو چارو وزارت وايي په دې جريان كې يوازې د پوليسو دوه افسران ټپيان شوي دي.

دا حملې په داسې حال كې كېږي چې تر دې مخكې هم ځينې بريد كوونكي توانېدلي وو، د پكتيا مركز ګردیز ته دننه شي او پرله پسې حملې وكړي. په جلال اباد ښار کې هم په ورته توګه د بریدونو د ترسره کولو هڅه شوې وه.

د كورنيو چارو وزارت وياند وويل امنيتي ارګانونه كوښښ كوي په سرحدي سيمو كې خپل تدابير لا پسې قوي كړي.

په دې ورستیو کې وسلوالو طالبانو د سړک د غاړې پر چاودنو سربېره په منظمه توګه د ځان وژنې ډله ییزو بریدونو ته هم مخه کړې.

چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونه يې تر ډېره د داسې بریدونو په مخنیوي کې بریالي شوي او برید کونکي يې نه دي پرېښي چې تر خپلو اهدافو ځانونه ورسوي.
د خوست د ننیو بریدونو په اړه د کورنیو چارو د وزارت له ویاند زمري بشري سره مرکه دلته اوریدلی شۍ:
XS
SM
MD
LG