دغو ښځو چې د مدني ټولنو او د ښځو د حقونو د ملاتړ د بيلابيلو ټولنو استازيتوب يې كاوه وويل، چې د ښځو د استازو له لارې به په مركز او ولايتونو كې پينځه مليونه ښځې دې ته وهڅوي چې په راتلونكو انتخاباتو كې خپل د خوښې وړ كانديد ته رای وركړي.
د افغان ښځو د ټولنې مشرې عفيغې عظيم د شنبې په ورځ په كابل كې په همدې اړه په جوړې شوې غونډې كې وويل:
"مونږ كولاى شو چې رایه وركړو، خو هغه چا ته به رایه وركړو چې منظم پلان ولري او د ښځو ژوند ته تغير وركړي، په ځانګړي ډول د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي موضوع ته پام واړوي."
دغه ښځې وايي چې ډير ژر به يوه اعلاميه هم د ولسمشرۍ راتلونكو كانديدانو ته وسپاري چې د دوى په وينا په دغې اعلاميه كې به له دوى وغوښتل شي چې په راتلونكي حكومت كې ښځو ته ښه ونډه وركړي او د ښځو د لا پرمختګ لپاره لاره هواره كړي.
په دغې غونډه كې د بېلابېلو ولايتونو د ښځو استازو وويل چې نن سبا افغان ښځې په ځانګړي ډول د ولايتونو ښځې د ښوونيزو، اقتصادي، روغتيايي او بې كارۍ له ستونزو سره مخ دي، له هلمند ولايت څخه راغلې يوې ميرمن په دغه ولايت كې د ښځو د موجوده ستونزې په اړه ازادۍ راډيو ته وويل:
"د هلمند ښځې غواړي چې داسې چاته رایه وركړي چې هغه كار وكړاى شي، د غريب اواز واري او د زدكړې بهير ښه كړي، ځكه چې په هلمند كې د ښځو د زده كړې كچه ډيره ټيټه ده."
دغې ميرمن دغه شان وويل چې په انتخاباتو كې د ښځو د فعال ګډون په هدف بايد دوى ته د لا پوهاوي د وركونې پروګرامونه پلي شي.
ګډونوالو ښځو دا انتقاد درلود چې لا تر اوسه د هېڅ يو كانديد په طرحو كې د ښځو د ژوند د بيلابيلو اړخونو د پر مختګ په اړه لازمه طرحه نه تر سترګو كيږي، نو له همدې امله به د اعلاميې په خپرولو سره له كانديدانو وغواړي چې د دوى د ستونزو د هواري برخې ته پام واړوي.
ګډونوالو ښځو دغه شان په افغان دولت غږ وكړ چې د انتخاباتو د امنيت څرنګوالي ته جدي پاملرنه وكړي، څو په دې توګه افغان ښځې خپله د اعتماد رایه خپل د خوښې وړ كانديد ته وكاروي.
راپور : اجمل تورمان