د سويډن د بهرنيو چارو وزير چې د اروپايي ټولنې دوره يي ريیس هم دى له يو شمير افغان چارواكو سره د بېلابېلو مسايلو پر سر په ځانګړي ډول د افغانستان د انتخاباتو په اړه خبرې وكړې.
كارل بلد چې د شنبې په ورځ يې په كابل كې له افغان ولسمشر حامد كرزي او خپل افغان سيال رنګين دادفر سپنتا سره تر كتنې ورسته يوې خبري غونډې ته خبرې كولې افغانستان سره يې د اروپايي ټولنې د مرستو ژمنه تازه كړه، ويې ويل چې هيله من دى د افغانستان راتلونكي انتخابات راڼه وي او د امن په فضا كې تر سره شي.
"مونږ راغلي يو چې له انتخاباتو نه ملاتړ وكړو، هيله من يو چې انتخابات مو عادلانه، راڼه او په امن كې تر سره شي، زه فكر كوم چې دا به د افغانانو او د افغانستان د پرمختګ په ګټه وي.
مونږ له انتخاباتو څخه د اروپا يي ټولنې د ملاتړ او دغه راز په اوږد مهالي كې په سياسي او اقتصادي برخو كې د افغانستان له خلكو سره د مرستو په اړه هم خبرې وكړې، په دې توګه مونږ ستاسې د هېواد د پرمختګ په برخه كې ښه ونډه درلودلاى شو، چې دا مونږ او تاسې ته ډيره مهمه ده."
اروپايي ټولنې افغانستان سره د لويو مرسته كوونكو ټولنو څخه ده. دغې ټولنې د افغانستان د بيارغونې تر څنګ د پوليسو او ملي اردو د پياوړتيا له پروګرام سره هم مرسته كړې ده.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاكټر رنګين دادفر سپنتا افغانستان ته د اروپايي ټولنې د ريس له سفر څخه د هركلي په ترڅ كې وويل چې د انتخاباتو د بهير په اړه د دواړو خواوو تر منځ خبرې ډيرې ګټورې وې.
"مونږ د اروپا له ټولنې سره د اړيكو، د انتخاباتو په اړه په ځانګړې ډول د انتخاباتو د امنيت او روڼوالي په اړه خبرې وكړې، زمونږ خبرې ډيرې ګټورې وې، اروپا يي تولنې يو ځل بيا په اوږدمهالي كې د افغانستان له خلكو سره د خپلو مرستو او د امن په فضا كې د رڼو انتخاباتو د جوړولو په برخه كې خپلې ژمنې تازه كړې."
اروپايي ټولنې د افغانستان د راتلونكو انتخاباتو لپاره د مالي او تنحنيكي همكاريو د ژمنې تر څنګ د انتخاباتو د بهير د څارنې لپاره ۶۷ څارونكي هم راليږلي دي.
د افغانستان خلك وايي چې د اروپايي ټولنې مرستې بايد د ګټورو پروژو په جوړونې كې ولګول شي، دغه شان افغان كارپوهان وايي چې د درغليو د مخنيوي لپاره په كار ده چې د انتخاباتو له بهير څخه سمه څارنه وشي.
راپور : اجمل تورمان