د امریکا د ولسمشر بارک اوباما مرستیال جو باېډن د ګورجستان ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ ددغه هېواد له جمهور رییس مېخاېل سکاشوېلي سره نن خبرې وکړې. خو د دوی د خبرو د ځانګړې اجندا چا ته نه ده رسېدلې.
د ګورجستان مقامات وایي، دوی به له امریکا څخه د پوځي مرستو او امریکایي څارونکو غوښتنه وکړي چې د روسیې او ګورجستان تر منځ ترلنډې جګړې وروسته ددغه هېواد د پولو په اوږدو کې داوربند بهیر وڅاري چې له دغه هېواد څخه جلا شوې دي.
روسیې له جګړې وروسته ددغو بېلتون غوښتونکوسیمو خپلواکي په رسمیت وپېژنده. ټاکل شوې ده چې ښاغلی باېډن به د ګورجستان د مخالفو سیاسي ګوندونو له مشرانو سره هم وګوري.د متحد ایالاتو د ولسمشر مرستیال له اوکراین څخه ګورجستان ته راغی.