په داسې حال كې چې په افغانستان كې د ولايتي شوراګانو او جمهوري رياست د كانديدانو انتخاباتي مبارزې په شدت سره روانې دي، په عين حال كې داسې راپورونه هم شته چې تر شلو ډېر كانديدان پر يوه ایتلاف خبرې سره كوي او غواړي يوه واحد كانديد ته له خپلې كانديداتورۍ څخه تېر شي. خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون چارواكي وايي د ایتلافونو وخت تېر دى.
د انتخاباتو خپلواك كميسيون د دارالانشا مشر داود علي نجفي د پنجشنبې په ورځ په يوه غونډه كې خبريالانو ته وويل، د كانديدانو د لومړني ليست تر خپرېدو وروسته كانديدانو ته وخت ټاكل شوى و، چې په هغه موده كې يې كولاى شو ى يو بل ته له خپلې كانديدۍ تېر شي يا هم په خپلو كې ایتلافونه وكړي.
ښاغلى نجفي وويل، اوس د رايو پاڼې چاپ شوي او كه چېرې كانديدان له خپلې كانديدۍ تېرېږي دا اقدام به رايه وركوونكو او د انتخاباتو كميسيون ته ستونزې جوړې كړي:
”دوى بايد هغه وخت له خپلې كانديدۍ لاس اخيستی وی چې دا كاغذونه نه وو چاپ شوي، كاشكې دا ایتلاف هغه وخت شوی وی چې د ثور له شپږويشتمې نه ترد جوزا ترنولسمې پورې دوى وخت درلود چې ایتلاف يې كولاى شوى، هغه وخت يې نومونه له كاغذ څخه لرې كېدى شول. اوس هم ایتلاف كولاى شي، خو دا د دوي مسووليت دى چې خپل راى وركوونكي وپوهوي چې دوى ته رايه وركړي، كنه زياتې رايې ضايع كېږي“
له دوو اوونېو راهيسې د جمهوري رياست تر شلو زياتو كانديدانو يوه ګډه شورا جوړه كړې او په خپلو كې پر دې سلا سره كوي چې د يوه واحد كانديد په ګټه له خپلې كانديدۍ لاس واخلي.
ټاكل شوې ده د انتخاباتي مبارزو په بهير كې كانديدان په هرو پنځلسو ورځو كې خپل مالي راپور د انتخاباتو خپلواك كميسيون ته وړاندې كړي.
خو د انتخاباتو خپلواك كميسيون د دارالانشا مشر داود علي نجفي د كانديدانو وروستېو انتخاباتي كمپاينونو او منډو ترړو ته په اشارې وويل، د جمهوري رياست اتو كانديدانو تر اوسه د انتخاباتو كميسيون ته خپل مالي راپور نه دى وړاندې كړى، نجفي د دغو كانديدانو نومونه ښكاره كړل:
”چا چې راپور نه دى وړاندې كړى، بشير احمد بېژن، ډاكټر نصير انيس، حسيب ارين، ګل احمد يما، عبدالغفور زوري، نصرالله ارسلايي، غلام محمد رېګي او عبدالمجيد صميم دې.
دا د جمهوري رياست هغه كانديدان دي، چې خپل مالي راپور يې نه دى وړاندې كړى، نومونه يې د شكاېت اورېدنې كميسيون ته وركړل شوي“
په عين حال كې د انتخاباتي شكاېتونو كميسيون ويلي دي د دغو كانديدانو د دې سرغړونې په اړه به تحقيق كوي او دا صلاحيت هم لري چې د ضرورت په وخت كې د كانديدانو له ليست څخه د دغو سرغړوونكو كانديدانو نومونه ليرې كړي.
د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي د كانديدانو مالي راپورونه ځكه په منظم ډول غواړي چې معلومه شي كانديدان له غيرقانوني پيسو يا هم بهرنيو مالي سرچينو څخه استفاده كوي كه څنګه؟
د انتخاباتو خپلواك كميسيون چارواكو دغه راز وويل د رايې وركولو مركزونو ته د لوژستيكي موادو رسول ښه پرمخ روان دي او د رايې وركولو د پاڼو پاتې بنډلونه هم د پنجشنبې كابل ته ورسېدل چې ډېر ژر به نورو ولايتونو ته ولېږل شي.