د افغانستان د جمهوري رياست د كانديدانو لپاره د كمپاينونو په لړ كې په لسګونو كسانوچې ځيني يې كوچيان هم وه د پنجشنبي په ورځ د يوې غونډې په ترڅ كې له ډاكټراشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان كړ.
د غونډې يو تن وينا وال يوسف همت په خپلو خبرو كې وويل چې ډاكټر اشرف غني احمدزې ژمن دې چې د خپلو طرحو او پلانونو په واسطه به د موجوده ستونزو په حلولو كې يو مثبت تغير راولي:
"ښه ملي شخصيت او بين المللي شخصيت هم دې، زه د احمدزي صاحب هغه كارونه چې په پوهنتون، وزارت ماليه كې كړي د ستاينې وړدي همدارنګه ټول ګمركونه ېې درست كړل كمپيوټراېز يې كړل، افغانۍ ېې چاپ كړل.
دا ټول هغه افتكارات دي چې په ده باندې زمونږ باور لاپسې زياتيږي او موږ يې دې ته وهڅولوچې ده سره ودريږو او دده لپاره كمپاېن وكړو."
جمهوري رياست ته د ډاكټر اشرف غني احمدزي له كانديداتوري څخه تر دي مخكي هم په كابل او تقريبا ټولو ولايتونو كي د ملاتړ غونډي جوړي شويدي.
په دغه غونډه كې يوه بل ګډون كونكي مزدور خان چې د سليمان خېلو د قوم له مشرانو څخه وه هم ژمنه وكړه چې اشرف غني ته به رايې وركوي خو دى بايد د برياليتوب په صورت كې د كوچيانو ستونزي حل كړي:
"موږ سره نورو كانديدانو د وزارتو، واليتوبو، قومندانيتوب وعدې كړې دي.
موږ د چا وزارت نه غواړو، موږ د كوچي يووالې، خدمت يې غواړو په ځانګړي ډول ټول افغانستان او ټول ملت لپاره.
كوچيان مظلوم اوبې وزلې خلك دي،غواړوچې اشرف غني احمدزې راووځي د كوچيانو د خد مت لپاره ."
په هېواد كې د كانديدانو څخه د ملاتړ د غونډې لړۍ همداسې دوام لري، د جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو د كانديدانو لپاره كمپاېن د جوزا د مياشتې په شپږويشتمه نېټه پېل شوې دې او د اسد د مياشتې تر شپږويشتمه نېټي پورې به دوام ولري.
په دغه دوره كې كانديدان كوښښ كوي چې د غونډو او كانفرانسو په جوړولو سره په خلكو كې د خپل ملاتړ كچه زياته كړي.