د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۴

دفاع وزارت: د كندز ځيني سيمې له وسله والو پاكې شوي


تورن جنران افضل ،ظاهر عظيمي او ايرك ټريمبلي خبريالانو ته په كندز كې د عقاب عملياتو په اړه مالومات وركوي
تورن جنران افضل ،ظاهر عظيمي او ايرك ټريمبلي خبريالانو ته په كندز كې د عقاب عملياتو په اړه مالومات وركوي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې په شمالي ولایت کندز کې په روانو پوځي عملیاتو کې يې د دغه ولایت ځینې سیمې له وسلوالو مخالفینو څخه پاکې کړي دي.

د دفاع د وزارت د معلوماتو له مخې په کندز کې روان پوځي عملیات، چې زیات تمرکز يې د چهاردرې په ولسوالۍ دى د چنګاښ د میاشتې په اووه ویشتمه نیټه پیل شوي او له وسلوالو مخالفینو څخه د سیمې د بشپړې تصفیې پورې به دوام وکړي.

د دفاع د وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي، چې د چهارشنبې په ورځ يې په کابل کې د ایساف د ځواکونو له ویاند سره په ګډه یوې خبري غونډې ته وینا کوله د عقاب په نامه د روانو عملیاتو د لایلو ته په اشارې وویل:

"د ناټو او روسیې ترمنځ د اکمالاتو په برخه کې شوې موافقه په خپله د افغانستان په شمال کې د اکمالاتي لارې د ګواښولو لپاره د مخالفینو د تمرکز زمینه برابروي.
بله د جنوبي وزیرستان په سیمه کې پر وسلوالو د پاکستاني پوځي ظاهري فشارونه د دې سبب شوي، چې یو شمیر بهرني تروريستان او په تېره بیا د طاهر یولداش کسان د افغانستان شمال ته راشي.
یو شمیر نور کسان د وسلوالو مخالفینو لخوا شمال ته د دې لپاره استول شوي وو چې د انتخاباتو امنیت خراب کړي."

جنرال عظیمي زیاته کړه، چې د ملي اردو ځواکونه په ټول جدیت سره د هیواد په شمال کې د وسلوالو مخالفیتونه څاري او د عقاب عملیات په شمال کې د یو لړ کیدونکو پوځي عملیاتو بیلامه ده، خو دغه سیمه بیرته خپل پخوانې امنیت ترلاسه کړي.

په کندز کې روان پوځي عملیات په داسې حال کې پیل شوي، چې د افغانستان په شمالي ولایتونو او په تیره بیا په کندز او بغلان کې د وسلوالو مخالفینو د نفوس او فعالیتونو په اړه اندیښنې مخ پر زیاتیدو دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې دا عملیات به تر هغو روان وي، چې په سیمه کې د وسلوالو مخالفینو د فعالیت په اړه شته اندیښنې له منځه نه وي تللې.

د ایساف د ځواکونو ویاند جنرال ایریک ټریمبلي بیا وویل، چې دوی په روانو عملیاتو کې د همکارۍ ترڅنګ دا هڅه هم کوي، چې له یوې خوا خلک خوندي کړي او له بل لوري وسلوال مخالفین له خلکو جلا کړي.

"د د غو عملیاتو یو هدف دادې، چې خلک خوندي کړاې شي او همدا رنګه وسلوال له خلکو جلا کړاې شي او دا هغه څه دي، چې همدا اوس مونږ په جنوب کې کړیدي.
د افغانستان دښمنان په دې پوهیږي، چې که چیرې دوى د خلکو په منځ کې نه وي نو دا د دوی ستره کمزوري ده. مونږ یقینا هڅه کوو، چې دوی جلا کړو."

د دولت مخالفینو او په تېره بیا طالبانو د کندز د عملیاتو او هغوی ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

په کندز کې دا عملیات په داسې حال کې پیل شوي، چې همدا اوس افغان او بهرني ځواکونه له تیرو شاوخوا شلو ورځو راهیسې په هلمند کې هم د وسلوالو مخالفینو پر ضد په پراخو پوځي عملیاتو بوخت دي، په دې عملیاتو کې افغان او بهرني ځواکونه توانیدلي، چې د خانشین ولسوالۍ او ځینې نورې سیمې له وسلوالو پاکې کړي.

د چارواکو په وینا دوی هڅه کوي، چې د دغو عملیاتو په ترسره کولو سره په هېواد کې د راروانو انتخاباتو لپاره ډاډمن شرایط برابر کړي.

XS
SM
MD
LG