د دې كميسيون رييس ګرنټ كيپن دسې شنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل چې د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو د كانديدانو په وړاندې د يوسلو اته څلويښت شكايتونو څخه شل يې د دوى له كاري صلاحيت سره برابر نه وو، اته څلويښت يې فيصله شوي او اتيا نوريې دا مهال ترڅيړنې لاندي دي.
ښاغلي كيپن څرګنده كړه د پنځو تنو كانديدانو په وړاندې داسې كره شكايتونه موجود وو چې له جنايي جرمونو سره يې اړخ لګاوه.
ده وويل چې د دغو كانديدانو دوسيې د څيړنو لپاره لويې څارنوالۍ ته استول شوي خو دا يې په ډاګه نه كړه چې دا كسان د جمهوري رياست كانديدان دي اوكه د ولايتي شوراګانو. ده وويل:
"دغه پنځه قضيې چې لويې څارنوالۍ ته معرفي شوي، هغه قضيې وې چې جنايي اړخ يې درلود، د جنايي جرمونو په اړه زمونږ كميسيون كوم قانوني صلاحيت نه لري، په دې اړه ډېرشواهد موجود وو او موږ دا قضيې لويې څارنوالۍ ته وليږلې."
د انتخاباتي شكايتونو د اورېدو د كميسيون رييس دا هم څرګنده كړه چې دوى به د كانديدانو په اړه شكايتونه د انتخاباتو ترمودې پورې راټول كړي، وبه يې څيړي او د قانون په چوكاټ كې به يې په اړه پرېكړه وكړي.
ګرنټ كيپن وويل چې د روان كال د زمري يا اسد د مياشتې له نهه ويشتمې نيټې څخه به دوى د رايو د شميرنې په اړه شكايتونه وڅيړي او د انتخاباتو نتيجه به ترهغه وخته اعلان نشي چې دا شكايتونه په پوره او شفاف ډول نه وي څيړل شوي:
"د انتخاباتي شكايتونو د اورېدو كميسيون به د اګست د مياشتې له شلمې نيټې څخه وروسته چې د اسد له نهه ويشتمې سره برابره ده د رايو د شميرنې په اړه شكايتونه ترلاسه كړي.
دغه را ز ترڅو چې د شكايتونو د اورېدو د كميسيون لخوا پوره څيړنه ونشي، د انتخاباتو شفافيت تاييد نشي د انتخاباتو وروستۍ نتيجه به هم نه اعلانيږي."
تر دې وړاندې د انتخاباتو خپلواك كميسيون ويلي وو چې د جمهوري رياست اتو تنو كانديدانو د خپلو انتخاباتي مبارزو د مالي مصارف په اړه دې كميسيون ته معلومات نه دي وركړي او د دغو كانديدانو نومونه د شكايتونو د اورېدو كميسيون ته ليږل شوي ترڅو په اړه يې تصميم ونيسي.
خو د انتخاباتي شكايتونو د اوريدو د كميسيون چارواكو په ډاګه كړه چې لاتراوسه دوى ته د جمهوري رياست د دغو اتو تنو كانديدانو نومونه، نه دي رسيدلي.
