د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۸

چارواکي وايي د ګرمسیر د صفار سېمه يې نېولې


د ګرمسیر په ولسوالۍ کې یو امریکايي سرتیری د یو ځایي کروندګر تر څنګ روان دی.
د ګرمسیر په ولسوالۍ کې یو امریکايي سرتیری د یو ځایي کروندګر تر څنګ روان دی.

دهلمند چارواکي خبر ورکوي چي دخنجر په نوم دروانو عملياتو په ترڅ کې يې تيره شپه دګرمسير ولسوالۍ يوه بله سيمه چې صفار ورته وايي تر ولکې لاندې راوستې ده .

دهلمند امنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاد وايي صفار سېمه دګرمسير دولسوالۍ يوه برخه ده او زياته مهم او ستراتيژيک موقيعت لري.

امنيه قوماندان وويل دصفار دسيمي په نيولو کي افغان اوبهرنيو ځواکونو ته کوم زيان نه دى رسيدلي :

(( د ایساف ، ملي اردو اوملي پولیسو څخه تېره شپه د صفار منتطقه په بشپړه توګه د وسلوالو طالبانو له وجوده پاکه شوې ده، او زموږ لوري ته هېڅ زیان نه دی اوښتی))

دخنجر په نوم روان عمليات څه باندي دوه اونۍ وړاندې پيل شوي دي په لومړيو دري ورځو کې يې ډېر پرمختګ وکړ چې په لړ کې يې دخانشين له ولسوالۍ څخه په مکمل ډول طالبان په شا شول او د ناوې او ګرمسیر له زیاتو سېمو يې هم پښې سپکې کړې .

خو په دې ورستیو کې يې پرمختګ سست شوی او په اړه يې ډېر راپورونه نه ورکول کېږي.

له دې جوخت دهلمند په مرکزي سيمو نادعلي او باباجي کې روان عمليات هم خورا ساړه پر مخ ځي ،اوکوم معلوم وړاندې پرمختګ په کې نه لیدل کېږي .

د هلمندخلک د پخوا په شان يوځل بيا په دې عملیاتو بې باوره شوي او ګومان کوي چې د پخوانیو هغو په شان به دا عملیات هم کومې معلومې نتېجې ته ونه رسېږي .

په هلمند کې د ازادۍ راډیو د خبریال راپور
XS
SM
MD
LG