د راتلونكې ولسمشرۍ لپاره كانديد ميرويس ياسيني په ځوانو محصلانو غږ وكړ چې د ملت خدمت ته راودنګي او د خپل حقونو د تر لاسه كولو لپاره مبارزه وكړي.
د نوموړي په وينا ځوانان كولاى شي چې د هېواد د قسمت كرښې وربدلې كړي او هېواد د سوكالۍ او ارامۍ لارې ته سم كړي:
"راځئ مټې راونغاړې،خپل حق وغواړې او په صداقت سره د دې مظلوم ملت خدمت وكړې،زه مطمين يم چې تاسې خويندې او وروڼه د دغه مملكت سرنوشت او تقدير بدلولاى شې."
نوموړي ځوانانو محصلانو ته ډاډ وركړ چې د برياليتوب په صورت كې به د ځوان نسل لپاره د زدكړو لازمې اسانتياوې برابرې كړي څو د ځوانو متخصصينو په مټ دا وطن د سوكالۍ او ارامۍ په لور روان شي.
غونډې ته راغلي ځوان محصل شيرګل شينواري ازادۍ راډيو ته وويل چې دوي به هغه چا ته رايه وركړي چې د هېواد د امنيت ، بيارغونې او د دغه هېواد د بچو د تعليم فكر ورسره وي:
"د هر افغان غوښتنه امنيت ، بيارغونه او تعليم دى ، هغه څوك چې دغه وړتيا لري او مونږ يې په كې وينو مونږ خپله رایه هماغه ته وركوو."
د راتلونكې ولسمشرۍ لپاره د كانديدانو د كمپاينونو په لړ كې خلك وايي چې له دوى څخه لاره وركه ده چې كوم كانديد ته رايه وركړي ، ځكه د دوى په وينا هر كانديد د كمپاين پر مهال د دوى د زړونو خبره كوي خو دا چې د عمل د ميدان زمرۍ به څوك وي دې خبرې له دوى هم وار او پار خطا كړاى دى.
راپور: اجمل تورمان