د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۴۴

نجفي: د رای ورکونې د مرکزونو د امنیت په اړه جدي اندېښنې شته

داود علي نجفي وايي ناکرارو ولایتونو ته د انتخاباتي موادو رسول هم یوه لویه ستونزه ده.
داود علي نجفي وايي ناکرارو ولایتونو ته د انتخاباتي موادو رسول هم یوه لویه ستونزه ده.

د دغه کمسیون د دارلانشا ريیس داود علي نجفي، چې د پنجشنبې په ورځ يې په یوه خبري غونډه کې د کمسیون د تیاریو په اړه وروستي معلومات وړاندې کول وویل، چې د انتخاباتو په ورځ په ټول هېواد کې د رایو اچونې د مرکزونو امنیت لا هم یوه پوښتنه ده.

"تراوسه پورې زمونږ فعالیتونو له ټاکل شوي پلان سره سم پر مخ ځي، خومونږ او تاسو پوهیږو، چې اساسي مسله امنیتي اندیښنې دي.
د انتخاباتو په ورځ مونږ په ټول هېواد کې د رای اچونې څو زره مرکزونه په پام کې نیولي دي ،ایا امنیتي ځواکونه کولی شي،چې د ټول افغانستان امنیت ټینګ کړي. په داسې حال کې، چې د رای اچونې مرکزونو او ولایتونو ته د موادو لیږدول په خپله یوه ستونزه ده، خو بیا هم اساسي ستونزه امنیتي اندیښنې دي."

ایا امنیتي ځواکونه کولی شي،چې د ټول افغانستان امنیت ټینګ کړي؟په داسې حال کې، چې د رای اچونې مرکزونو او ولایتونو ته د موادو لیږدول په خپله یوه ستونزه ده؟
نجفي



د انتخاباتو خپلواک کمسیون دا اندیښنې په داسې حال کې بیا تکرار کړي، چې همدا اوس د هېواد په جنوب او ختیځ کې افغان او نړیواله ځواکونه د وسلوالو مخالفینو پر ضد په پراخو پوځي عملیاتو بوخت دي.

په جنوبي ولایت هلمند کې د راونو عملیاتو په ترڅ کې، چې د چارواکو په وینا په سیمه کې د انتخاباتو لپاره د ډاډمنو شرایطو برابرول دي ځینې سیمې هم له وسلوالو مخالفینو څخه پاکې شوې دي.

ښاغلي نجفي وویل، چې د هلمند په پاکو شویو سیمو کې دوی د راې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر پیل کړی، چې لا اوس هم روان دې.

"د خانشین ولسوالۍ وروسته له هغې، چې تصفیه شوه د چنګاښ د میاشتې په اتلسمه نیټه زمونږ د نوم لیکنې ډلې په دې ولسوالۍ کې د نوم لیکنې بهیر پیل کړی دی او همداراز د بغران د ولسوالۍ په یوه برخه کې هم نوم لیکنه روانه ده.

هیله مند یو، که چیرې نورې ولسوالۍ هم تصفیه شي مونږ لکه څرنګه ، چې د نوم لیکنې د بهیر په پیل کې مو ژمنه کړې وه حاضر یو، چې په پاکو شویو ولسوالیو کې نوم لیکنه پیل کړو."

څارونکي هم په دې باور دي، که چیرې د انتخاباتو لپاره جدي امنیتي تدابیر و نه نیول شي نو ممکن ډیر کم خلک وکړاې شي، چې په انتخاباتو کې برخه واخلي او دا په خپله د راروانو انتخاباتو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.

خو هم افغا او هم نړیوال ځواکونه وايي، چې دوی د راروانو انتخاباتو او په تیره بیا د رای اچونې د مرکزونو د امنیت لپاره جدي تیارۍ نیولې او همدا اوس دوی په دې اړه تمرینات کوي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG