د دې كميسيون مسوول صديق الله توحيدي د چهار شنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وويل چې ټلويزيونونه او چاپي خپرونې په ښارونو كې ډېر ليدونكي او لوستونكي لري خو په كليو او بانډو كې تر ډېره خلك راډيو ګانې اوري.
ده څرګنده كړه چې نړيوالو راډيوګانو د انتخاباتو په اړه خلكو ته چې ډېري يې نالوستي دي ښه معلومات وړاندې كړي خو د ده په خبره په ولايتونو كې سيمه ايزو راډيوګانو په دې برخه كې لكه څنګه چې لازمه ده هلې ځلې نه دي كړي:
"په كليو او بانډو كې د ټلويزيونونو په مقايسه ډېر شمېر خلك راډيوګاني اوري، له بده مرغه سيمه ايزو راډيوګانو د انتخاباتو په اړه خلكو ته د معلوماتو د وركولو په برخه كې لږ تبليغات كړي.
نړيوالو راډيوګانو لكه، ازادي، اشنا او بي بي سي د كانديدانو د معرفي او د راتلونكو انتخاباتو په اړه ښې خپرونې كړي خو مونږ هڅه كوو چې سيمه ايزې راډيوګانې هم په دې برخه كې ډېرفعاليت كولو ته وهڅوو."
دا څرګندونې په داسې حال كې كيږي چې له تېرې نږدې يوې مياشتې راهيسې په افغانستان كې د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو د كانديدانو مبارزې په شور او زوږ رواني دي او رسنيو هم كه راډيوګاني دي كه ټلويزيونونه او چاپي خپرونې تر ډېره همدې مسلې ته پاملرنه كړې.
په افغانستان كې دا مهال د يوشمېر نړيوالو راډيوګانو ترڅنګ چې ډېر اوريدونكي لري، لسګونه خصوصي او سيمه اېزې راډيوګانې، سلګونه چاپي خپرونې او لسګونه ټلويزيونونه هم خپرونې لري.
د سيمه ايزو راډيوګانو مسوولين وايي چې دوى د انتخاباتي مبارزو په لړ كې ښې خپرونې كړي، په لوګر ولايت كې د زينت راډيو مسوول نورالله ستانكزي وويل چې دوى مجبوره دي د انتخاباتي خپرونو ترڅنګ ځينې پروګرامونه دپيسو په بدل كې هم خپاره كړي:
"د انتخاباتی مبارزو په لړ كې ځانګړي خپرونې لري، همدا رنګه ځيني زيګنالونه لري، ټولو كانديدانو ته وخت وركوي چې دوى په متوازنه توګه خپل كمپاين وكړي.
زه به له كانديدانو څخه شكايت وكړم چې دوى تر اوسه نه دي حاضر شوي چې راډيو ته راشي او خپل كمپاين وكړي. سيمه ييزې راډيو ګانې نه شي كولاى خپلې ټولې خپرونې انتخاباتو ته ځانګړي كړي. "
خو ځينې كسان داسې نيوكې او انتقادونه كوي چې يو شمېر خصوصي رسنۍ خاصو سياسي ګوندونو او اشخاصو پورې مربوطې دي او د ژورناليزم د اصولو خلاف د هغوى په ګټه تبليغ كوي.
په عين حال كې په ولايتونو كې خلك وايي چې دوى تر ډېره راډيوګانې اوري او د راتلونكو انتخاباتو په اړه ورڅخه معلومات ترلاسه كوي.
د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د رسنيو د كميسيون مسوولينو تردې وړاندې ويلي وو چې ټلويزيونونو او چاپي خپرونو هم د راتلونكو انتخاباتو په اړه د پام وړ خپرونې كړي.
خو دوى نيوكه كړې وه چې د ځينو خصوصي ټلويزيونونو او چاپي خپرونو خپرونې متوازنې نه دي.
د دې كميسيون چارواكو دا هم څرګنده كړې وه چې ځينې دولتي رسنۍ په راتلونكو انتخاباتو كې د جمهوري رياست د كانديد ولسمشر كرزي لپاره كمپاين كوي.
خو د اطلاعاتو او كلتور وزارت د دې كميسيون څرګندونې ناسمې بللې وې او هغه يې په كلكه غندلې وې.
د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د رسنيو كميسيون وايي چې په افغانستان د نورو رسنيو په مقايسه د راډيوګانو خپرونې ډيرې اغيزمنې دي او بايد چې راډيوګانې د راتلونكو انتخاباتو په اړه خپلې خپرونې زياتي كړي.