د افغانستان د جمهوري رياست كانديد ډاكتر نصيرانيس د خپلو سلګونو پلويانو په غونډه كې وويل، له څو كالو راهيسې ليدل كيږي چې د خلكو او دولت تر منځ فاصله مخ په زياتيدو ده.
د نوموړي په وینا خلك پر دولتونو بې باوره شوي دي او همدغه علت دى چې د هېواد او خلكو بهرني د ښمنان په اسانۍ سره كولی شي، خپل پلانونه په هېواد كې پلي كړي.
انیس زیاتوي كه دى په راتلونكو انتخاباتو كې د جمهور ريس په توګه انتخاب شي، لومړى هڅه به يې دا وي، چې دغه فاصله له منځه يوسي:
"زموږ حركت يوملي حركت دى، داسې يو حركت چې غواړو، په هېواد كې نور، ظلم، زياتى، چور چپاول او د دولتونو بې تفاوتي له منځه يوسو، كه نور هم غلي او بې حركته پاتى شو، دا نادودي به نورهم دوام وكړي."
ډاكټر نصير انيس د موجوده دولت پاليسۍ نيمګړې وبللې او ويل چې د هېواد اقتصادي وروسته پاتې والى، ادارى فساد، په دولتي لوړو څوكيو د تورنو کسانو ګمارل او داسې نور، هغه عمده علتونه دي، چې هېواد يې د جنګ په ميدان اړولى او د بهرنيانو د مرستو احتياج كړى دى.
ده زياته كړه دى به داسې پاليسي پلې كړي چي، په هغې كې د بهرنيو اتباعو دندې او تنخواګانې كنترول، د خصوصي سكتور فعاليتونه به څاري او له مخالفينو سره به د خبرو اترو لارې اوارې كړي.
خوخلك وايي، كانديدان په خپلو انتخاباتي مبارزو كې خلكو ته ډيرې وعدې وركوي خو بريالى جمهورريس هغه دى چي د خپلو پلانونو او ژمنې ۵۰ فيصده هم عملي كړي.
د كابل ولايت يو تن اوسيدونكى، ميرويس ارين وايي:
"كانديدان بايد دومره څه ووايي او داسې وعدې خلكو ته وركړي چي عملي يې كړي، زما په نظر كه راتلونكى جمهور ريس د خپلو وعدو پنځوس فيصده هم عملي كړي بيا هم بريالى دى."
د افغانستان د جمهوري رياست د كانديدانو انتخاباتي كمپاينونه د دجوزا په شپږويشتمه ورځ پيل شوي او دوه مياشتى به دوام وكړي.
انيس وايي که ولسمشر شي د دولت او خلکو ترمنځ فاصله له منځه وړي
د افغانستان راتلونكي جمهوري رياست ته كانديد ډاكټر نصير انيس وويل چې كه ولسمشر شي نو ډېره هڅه به وكړي چې د خلكو ترمنځ ملي يووالي ټينګ كړي.