په لویانو کې ملاریا د تبې لړزې او خوله کیدو په ډول څرګندیږي خو په ماشومانو کې په تیره تنکیو ماشومانو کې بل ډول وي .
ماشوم لږه تبه لري ، کله ورته نس ناستی او کانګې پید اشي . په دماغي ملاریا کې بیا ورته اختلاج پید ا شي . په داسې حالاتو کې ماشوم خامخا ډاکتر ته ورسوﺉ .
که په ملاریا اخته ناروغ تداوي نه شي نو ډیر ځله د مرګ سبب کیدای شي .
نړیوال روغتیایي سازمان وایي په هرو دیرشو ثانیو کې یو ماشوم په نړۍ کې د ملاریا له امله مري یعني په هره دقیقه کې دوه ماشومان ...
په افریقايي هیوادونو کې د نړۍ تر بل هرځاي څخه ډیر ماشومان د ملاریا له امله مري .
څه باندي دوه کاله مخکې دیوې سروې له مخې په نړۍ کې نیژدې دوه نیم میلونه خلک په ملاریا اخته وو چې د شاو خوا د یو میلون خلکو د مرګ سبب شوه .
په دوي کې ډیر افریقایي ماشومان وو . په افریقا کې په سلو کې شل ماشومان د ملاریا له امله مري .
نړیوال روغتیایی سازمان وایي چې اوس تقریبا دنړۍ نیم خلک د ملاریا له خطر سره مخامخ دي په تیره هغه خلک چې په غریبو سیمو کې اوسیږي .
ددې لپاره چې په نړۍ کې دملاریا د مخنیوي لپاره هڅې چټکې شي د اپریل پینځه ویشتمه د ملاریا د نړیوالې ورځ په نومول شوی ده .
افغانستان هم یو له هغو هیوادونو دي چې هر کال په کې ډیر خلک په ملاریا اخته کیږي په تیره د ډیرو ماشومانو ژوند يې له خطر سره مخ کړي دی .
دا اونۍ د ازادۍ راډیو په (روغتیا د ژوند شتمني ) پروګرام کې ډاکتران د ملاریا ناروغۍ په اړه غږیدلې ، دا پرواګرام د یکشنبې په ورځ په مستقیمه توګه خپور شوی .
تکرار يې دلته اوریدلی شۍ.