د افغانستان د عامې روغتيا وزير ډاكتر سيد محمد امين فاطمي وايي، د دوى هدف دا دى چې ناروغان د همدى موټرو په ذريعه په لږ وخت او اسانه توګه روغتونو او نورو روغتيامركزونو ته وليږدول شي.
ډاكتر فاطمي د شنبى په ورځ د نهه ويشت نويو پيك اپ موټرو سندونه، د يو شمېر روغتيايي مركزنو مسولينو ته وركړل.
ده وويل د دې موټرو ارزښت شاو خوا يوميليون امريكايي ډالره دى:
" دا موټر به په پنځه ويشت ولايتونو كې خلك د روغتيايي خدماتو تر پوښښ لاندې راولي. د دې پرځاى چې خلك موږته راشي موږ غواړو خلكو ته ورشو.
د هغوى ستونزې وپوښتو او كه څوك مرستې ته اړوي له هغوى سره روغتيايي مرسته وكړو."
سره له دې چې دا وزارت خلكو ته د روغتيايي خدماتو په رسولو بوخت دى، له بلې خوا ځيني خلك شكايت كوي او وايي چې اوس هم د مركز او ځينو ولايتو په روغتيايي مركزونو كې مسلكي پرسونل او مجهز وسايل نشته چې د دوى ستونزى حل كړى.
څو تنه چې د هېواد له شمالي ولايتونو څخه يې ناروغان كابل ته راوستي دي، وايي چې په مركزي روغتونو كې هم ورسره ښه چلندنه كيږي:
خو د كابل د مركزي روغتونونو ډاكتران، په دې برخه كې هرډول انتقاد ردوي او وايي چي، دوى په پوره صداقت سره د ناروغانو خدمت كوي
همدارنګه د روغتيا وزيروايي، دوى پرېكړه كړې ده چې روغتيا يي خدمات ټولو خلكو ته په يوډول ورسوي.
ده داهم وويل، په دې شپو ورځو كې په رسمي توګه د امريكا متحدو ايالاتو ته تلونكى دى او هڅه به وكړي چې له هغه هېواد څخه د روغتيايي وسايلو، وسايطو او نورو تجيهزاتو مرسته وغواړي ترڅو د روغتيايي خدماتو لمن د هېواد ليري پرتو سيمو ولسوالواو كليو او بانډو ته هم وغځيږي.