د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۵۱

پاکستانی سفیر:له ډېرو مهمو افغان چارواکو سره یو وخت پاکستان مرسته کړې


په کابل کې د پاکستان سفیر محمد صادق د ازادۍ راډیو سره په ېوې ځانګړې مرکې کې ویلي ،اوس د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکي ښې شوې دي.

کابل کې د پاکستان سفیرازادۍ راډیو سره په یوې ځانګړې مرکې کې وویل:

په اسلام اباد كي د ډيموكراټيك حكومت تر راتلو ورسته په سياسي اړيكو كي د پام وړ ښه والی راغلي ، مونږ د رهبريت په كچه يو څه ستونزي لرلې خو ددغه نوي حكومت سره دا ستونزي هوارې شوې دي .
محمد صادق زیاته کړه :

د افغانستان او پاکستان تر منځ پوله باندې د تروریستان د اوښتو را اوښتو د مخنیوي لپاره باید چې افغان لوری هم پر پوله هومره سرتیري ځای پر ځای کړي چې پاکستان د پولې په بله غاړه ځای پرځاي کړي.

د ښاغلي صادق په وینا دوی د افغانستان پر حکومت تور نه لګوي خو دا وايي چې پاکستان ته ګڼ شمیر وسلوال له افغانستان څخه اوړي.

هغه وویل د افغان کډوالو سره دوی ښه وضعه کړې او کوي يې او هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد ولري د پولیسو له خوا نه زورول کېږي.

په کابل کې د پاکستان سفیر وايي ، دوی له ټولو هغه افغانانو سره مرسته کړې چې اوس په واک کې دي ، هغه د جمیعت اسلامي او حزب اسلامي یادونه وکړه چې یو وخت يې د پاکستان مرستې تر لاسه کولې.

ښاغلي صادق زیاته کړه له طالبانو سره د پاکستان مرستو هم همدا بڼه لرله، او دوی هغوی سره کوم ځانګړې اړیکې نه لري.

محمد صادق وویل طالبانو پاکستان ته درانه زیانونه اړولي او دوي يې پر ضد مبارزه کې ژمن دي.

په کابل کې د پاکستان سفیر وویل :

تاريخ له طالبانو نه دى پيل شوى او په طالبانو به پاى ته هم نه رسيږي، هرڅوك چې نن په افغانستان كې مهم دى پاكستان يې يووخت ملاتړ كړى.

محمد صادق د سېمې د حالاتو په اړه د ازادۍ راډیو د خبریال ګڼې نورې پوښتنې هم ځواب کړي دي .

له محمد صادق سره بشپړه مرکه له دې ځایه لوستلی او اوریدلی شۍ

XS
SM
MD
LG