غوري وویل، چې د ملت دردونو او رنځونو دې ته اړویستی چې ځان د جمهوري ریاست څوکۍ ته کاندید کړي.
هغه چې د افغانستان د ولسي جرګې غړی هم دی، په هېواد کې یې د فقر له منځه وړل خپل مهم هدف وباله او ویې ویل:
"زه له تاسو غریبو خلکو، له تاسو بیچاره او مظلومو خلکو غواړم چې راشئ، سره یو شئ او دغه هېواد، دغه مظلوم او بې وسه ملت له فقر، بې چاره ګي او مظلومیت نه وژغورئ."
نوموړي دا انتقاد هم وکړ چې په تېرو څو کلونو کې افغانستان ته په ملیارډونو ډالره مرسته راغله خو د خلکو په ژوند او اقتصاد کې یې بدلون رانه وست.
غوري همداراز وويل، که جمهور ریس شو، په هېواد کې به ریښتینی اسلامي نظام راولي.
د غوري له پلویانو څخه یو تن عبدالطیف وویل، په ټاکنو کې به هغه ته رایه ورکوي:
"امامي صیب ډېر ښه سړی دی. که خلک رایه ورکړي تر خپله وسه به هېواد جوړ کړي. زه ترینه ملاتړ کوم، امامي صیب یو ډير خدمتګاره سړی دی."
په افغانستان کې د تېرې څه کم یوې میاشتې راهیسې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د زمري د میاشتې د نه ویشتمې نیټې انتخاباتو ته انتخاباتي مبارزې روانې دي.
خو ځينې خلک انتقاد کوي چې د جمهوري ریاست دغه انتخاباتي مبارزې تر ډیره په څو ښارونو کې محدودې دي.او کاندیدان نه شي کولای لږ تر لږه خپلو سېمو ته ورشي او د لرې پرتو سېمو خلکو ته خپل پلانونه تشریح کړي.

