د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، دوى هڅې پيل كړې دي چې، له هرى ممكنى وسيلې څخه ګټه واخلي او د كابل او نورو ښارونو چاپيريال خوندي وساتي.
د همدي مقصد لپاره د پنجشنبې په ورځ د عامې روغتيا په وزارت كې د كابل ښار د مختلفو دندوكاركوونكو ته يو روزنيز پروګرام ترتيب شوى و.
په غونډه كې په دې تاكيد وشوچې هر كاركوونكى بايد د خپلو ورځنيو فعاليتونو په جريان كې هڅه وكړي چې چاپيريال،اوبه،هوا او خواړه ككړ نه كړي.
د افغانستان د عامې روغتيا وزير ډاكټر سيد محمدامين فاطمي وويل:
(( يوازې د كابل په ښار كې هركال د ككړې هوا له امله ۳۰۶۰ تنه مري، او همدارنګه د ناپاکواوبو له امله كابو پنځوس زره ماشومان مړه كيږي كه هر څوك خپل كور، كوڅه ، خواړه ، اوبه او هوا پاكه وساتي، له اتيا فيصده ناروغيوڅخه ژغورل كيږي))
دا لومړى ځل دى چې د روغتيا د وزارت له خوا د كابل ښار د مختلفو دندوكاركوونكو ته داسې يو روزنيز پروګرام جوړيږي.
د عامې روغتيا وزارت وايي ، د كابل په ښاركې د زياتوخلكواوسيدل ،
اقتصادي كمزوري ، ناپوهي ، د توليدي اوغيرتوليدي كارونو زياتوالى
او د خلكو بې احتياطي ددې سبب شوې چې چاپيريال ككړ او خلك په خطرناكو ناروغېو اخته شي.
د كابل ښارد مختلفو دندو د كاركوونكو د اتحاد يو رييس حسن سپاهي ،
وويل ، د ډيرودندو كاركوونكي د خپلوفعاليتونو لپاره مناسب ځايونه ، برېښنا او اوبه نه لري او دغو نيمګړتياوو هم د چاپيريال ككړيدو ته زمينه برابره كړې ده.
سره له دې چې د دغونيمګړتياو د پوره كېدو لپاره يې د دولت مرسته وغوښتله ويي ويل:
((موږ دلته د كسبګرو د څه باندې پنځوسو اتحاديو استازي راټول شوي يو موږ نه يوازې دا چې ستاسي له پروګرامونو سره بلد شو ، بلكې وروسته له دې ژمنه كوو چې د چاپيريال په ساتنه كې به د روغتېا له وزارت اود چاپيريال ساتنې له ادارې سره مرسته کوو.
سره له دې چې د عامې روغتيا وزارت او د چاپيريال ساتنې اداره هڅې كوي چې د چاپيريال ساتلو ته خپل تدابير زيات كړي خو د كابل او نورو ښارونو خلك شكاېت كوي او وايي چې دولت ددې ستونزې اواري ته لازم پروګرامونه نه دي ترتيب كړي او كه ترتيب كړي يې هم دي ، نوعملي شوي نه دي .
دوي غواړي چې د دولت مربوطه ارګانونه دغې چارې ته پرسونل زيات او د قوانينو پلي كېدل جدي كړي.