د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۹

نورمحمد : د جمهوري رياست كانديدان پر وخت خپل مالي راپورونه نه سپاري


د افغانستان د انتخاباتوخپلواك كميسيون د جمهوري رياست له كانديدانونه غوښتي چې دوي باېد په هرو۱۵ ورځوكې د خپلو لګښتونو راپور دوی ته وسپاري.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون چارواكي وايي چې د جمهوري رياست د كانديدانو له خوا دوی ته پروخت خپل مالي راپورونه نه وركول كيږي.

د انتخاباتو د خپلواك كميسون وياند نور محمد نور په دې اړه يوې خبري غونډې ته ووېل:

"موږ د ټولو كانديدانو څخه غوښتي وه چې په هرو پينځلسو ورځو كې باېد د خپلو مصارفو راپور د د انتخاباتو خپلواك كميسون ته وسپاري چې تردې دمه پورې ۲۶ كسانو دغه كار نه دې كړی،ېوازې ۱۵كسانو خپل راپورونه د ټاكنو خپلواك كميسيون ته سپارلي دي.
دوي ته موږ خبر وركړی چې زر دا كار ترسره كړي كه چيرې داسې مسله تكراريږي دوهم كرت به د دوی نومونه د شكاېاتو كميسون ته سپارل كيږي."

ده زياته كړه كه بيا هم د كانديدانو له خوا په شفافه توګه خپل مالي راپورونه ور نه كړل شي نو د دوی قضيي به عدليې وزارت او څارنوالۍ ته معرفي شي او د انتخاباتو خپلواك كميسون د هيواد د اساسي قانون له مخي دا واك لري چې د داسي كانديدانو نومونه له ليست څخه حذف كړي.
نوموړي ددې پوښتني په ځواب كې چې ځينې كانديدان خو په خپله دومره پيسې نه لري او اوس يې لګښتونه ولې په لكونو ډالرو ته رسيږي وويل چې د انتخاباتو خپلواك كميسون دغه مالي راپورونه د همدې موضوع د سپيناوې لپاره له كانديدانو څخه غواړي.

ښاغلي نور زياته كړه چې له ځينو كانديدانو سره چې د خپل ملګرو او يا د بل هرچا له خوا كومه مالي مرسته شوې ده نو هغوی دا هر څه په خپلو راپورونو كې ليكلي او خلك كولاى شي چې د انتخاباتو په انټرنيټي پاڼه باندې يې وګوري.

كار پوهان وايي د هر كانديد د لګښتونو له اندازي څخه بايد خلك خبر شي او په دې پوه شي چې له كانديدانو سره له كومو كومو خواوو مالي مرستې كيږي ځكه دوی ويږيږي چې ښايي ځيني خاص كانديدان په بهر كې له ځينو خاصو كړيو سره اړيكې ولري چې ښايي د هېواد له گټو سره به اړخ نه لږوي.

خو دا هم ډېر ګرانه نه ده چې دا کاندیدان په لږ بدلون د مالي تمویل یو شمیر غېرې قانوني سرچیني د قانوني سرچینو په ډول په راپورونو کې ذکر کړي .
XS
SM
MD
LG