د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۲

کراډک : افغانان د کرزي له حکومت سره ډېرې ستونزې لري


جنرال کراډک وايي د کرزي حکومت په ادري فساد کې ډوب دی، او باید بدلونونه راولي.
جنرال کراډک وايي د کرزي حکومت په ادري فساد کې ډوب دی، او باید بدلونونه راولي.
جنرال جان کراډک چې په افغانستا کې یې د ناټو د ځواکونو د عملیاتوڅارنه کوله زیاتوي چې افغان ولسمشر حامد کرزی ښایي په اسانۍ سره په راتلونکو انتخاباتو کې بیا وټاکل شي، خو خبرداری ورکوي چې که نوموړی په خپل مشرتابه کې سمون رانه ولي،ډیر ژر به د افغانستان خلک پرده اعتبار له لاسه ورکړي.
کراډک وايي تر انتخاباتو وروسته لومړنۍ شپږ میاشتې به هم د کرزي او هم دده د هېواد لپاره ډېرې حیاتي وي.


کراډک چی روانه میاشت له خپلې دندې ګوښه شوی اوپه راتلونکې اګست کې تقاعد کوي، وویل، په افغانستان کې اداري فساد اوج ته رسیدلی او کرزی باید ددې وړتیا ولري چی کولای شي خپلو خلکوته لومړني خدمات تامین کړي.

کراډک وویل دده په نظر له انتخاباتووروسته به شپږ میاشتې هم دده او هم ددې هیواد لپاره ډیرې حیاتی وي ځکه خلکو ته به دا په ډاګه شي چې نوموړي په دې موده کې د دوی لپاره څه ترسره کړي دي.

کراډک چې په واشنګټن کې د نیکسن دبهرنۍ پالیسۍ په تحقیقاتي مرکز کې یې خبرې کولې څرګنده کړه چې د ټولنیزو خدماتو اود بنسټیزو کارونو له وړاندې کولو پرته به د کرزي ملاتړې امریکا هم بدنامه شي.

کراډک وویل زه له دې کبله اندیښمن یم چې افغانان به له حکومتي ادارو څخه په هره سطحه چې وي مخ واړوي.

اود کرزي له حکومت څخه د امریکا د ملاتړ د دوام له کبله به موږ هم د ستونزې یوه برخه وګڼل شو.

کراډک اټکل وکړ چې کرزي ښایي د دې انتخاباتو لومړی دور وګټي او د دوم ځل انتخاباتو ضرورت رامینځ ته نه شي.
XS
SM
MD
LG