د فيفا اجرايوي مسول جانداد سپين غر وايي چې په دغو سرغړونو كې د دولتي امكاناتو څخه استفاده كول، د پوسترونو څيرول، د كانديدانو تهديد او داسې نور شامل دي:
"زموږ څارونكو راپور راكړى چې ۷۵ واضحي او روښانه انتخاباتي سرغړونې ليدل شوي چې ۲۷ يې د ولايتي شوراګانو كانديدانو كړي او پاتي يې د جمهوري رياست د څلورو كانديدانو پورې ارتباط لري، چې تېره ورځ مو د ټولو جزياتو سره د انتخاباتو كميسيون ته ورواستولې."
ښاغلي جانداد په دې برخه كې د يوشمير محدوديتونو يادونه هم وكړه او د بېلګې په توګه يې وويل چې ښځينه كانديدانې لرو پرتو سيمو ته د كمپاين لپاره نه شي ورتلي.
د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د شكاياتو داورېدو د څانګي يو غړي فهيم حكيمي د فيفا د خبرو په تاييد سره وويل چې په دغو برخو كې يې څېړنې پيل كړي دي.
"د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو ادارې يا فيفا چې كوم شكايتونه را ليږلې تقريبا همدغه ټول موږ سره هم وو، موږ دې برخه كې كار كوو او د پوره سپيناوي لپاره زموږ تحقيقات روان دي ځكه موږ ته په دغو مواردو كې نور معلومات هم په كار دي."
د انتخاباتو د خپلواك كميسيون او د فيفا د ادارې له خوا په انتخاباتي بهير كې د سرغړونو د راسپړلو خبرې په داسې حال كې كيږي چې زيات افغانان سر ټكوي چې يو شمير حكومتي چارواكي په څرګنده د خپلې خوښې كانديد ته كمپاين كوي اوانديښنه لري چې كه د دا ډول سرغړونو مخه ونه نيول شي نو انتخابات به شفاف نه وي.