د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۰

وحيد عمر: ښايي ځينې كانديدان د كرزي په ګټه تېر شي


د ولسمشر حامد كرزي د انتخاباتي كمپاين يو وياند وايي كېداى شي د جمهوري رياست له كانديدانو څخه ځينې د كرزي په ګټه له خپلې كانديدۍ تېر شي.

د حامد كرزي د انتخاباتي كمپاين وياند وحيد عمر، دا خبره د سې شنبې په ورځ په يوه غونډه كې وكړه او ويې ويل، دا يو سياسي جريان دى او د دغسې سياسي ایتلافونو په اړه بحثونه روان دي:

”دا چې په راتلونكي څو ورځو كې ايتلافونه كيږي يا نه كيږي، زموږ تصور دا دى چې ممكن دا كارونه وشي، ممكن ځينې كانديدان د يو بل په حق کې تېر شي. موږ په جريان كې يو چې داسې بحثونه شته او ممكن دا تعداد كانديدان چې اوس شته، دوى تر انتخاباتو پاتې نه شي.“

ښاغلي عمر ونه ويل چې د جمهوري رياست كوم كانديدان غواړي د ښاغلي كرزي په ګټه له خپلې كانديدۍ تېر شي.

درې اوونۍ كېږي چې د ولايتي شوراګانو او ولسمشرۍ د كانديدانو كمپاينونه په رسمي ډول روان دي.

په دې جريان كې ځينې سياسي ګوندونه او ډلې په خپلو غونډو كې دا خبره هم كوي چې له ښاغلي كرزي څخه يې د ملاتړ په بدل كې د ځينو وزارتونو او ولايتونو ته د ځينو ولسواليو د ارتقا ژمنه اخيستې ده.

د دوشنبې په ورځ په كابل كې د وحدت ملي اسلامي ګوند مشر محمد اكبري هم يوې غونډې ته وويل د ښاغلي كرزي د ملاتړ په بدل كې به درې هزاره مېشتې ولسوالۍ په ولايتونو بدلې شي او د حكومت په سطحه د شل فيصده ونډې ژمنه ورسره شوې ده.

د حامد كرزي د انتخاباتي كمپاين وياند د ښاغلي كرزي دا اقدام، ملي مشاركت وباله او ويې ويل پر دغو ژمنو به وروسته تر هغه كار كېږي چې راتلونكى حكومت جوړ شي:

”دا چې په راتلونكي حكومت كې د چا ونډه څه ډول وي، طبيعي ده چې مشارکت منځ ته راځي، شريك احزاب او نهادونه غواړي چې په حكومت كې ونډه ولري.

موږ دا منو دا مشاركت چې رامنځ ته شوى د افغانستان د ټولو خلكو استازي بايد په حكومت كې وي او د افغانستان د خلكو د ارمانونو منعكس كوونكى وي، دا چې دا څه ډول كيږي دا د راتلونكي حكومت كار دى، زموږ نه دى، ځكه موږ لا تر اوسه حكومت نه يو. “

د ولسمشر حامد كرزي د انتخاباتي كمپاين مسوول وويل د كمپاين له رسمي پيل راهيسې په بېلابېلو ولايتونو كې د ښاغلي كرزي په ملاتړ پنځوس لويې غونډې جوړې شوي چې تر يوسل او پنځوسو زرو زياتو كسانو په كې ګډون درلود، په ټولو ولايتونو كې يې د كمپاين دفترونه پرانيستي او په سلو كې ۹۰ بېلابېلو نهادونو له كرزي څخه ملاتړ اعلان كړى دى.

خو عام خلك وايي تېرو انتخاباتو ته په پام سره د جمهوري رياست د كانديدانو پر زياتو ژمنو باور نه كوي.

XS
SM
MD
LG