د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

رسنۍ او په افغانستان کې روانې انتخاباتي مبارزې


د غبرګولي له شپږویشتمې نېټې راهېسې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو لپاره انتخاباتي مبارزې پیل شوې دي. د هېواد رسنۍ په دې منډو ترړو کې مهم رول تر سره کوي .

کاندیدان سره له دې چې د ښارونو او کلیو بانډو په لارو کوڅو کې يې خپل لوی لوی تصویرونه له خپل پیغامونو سره لګولې، په غونډه او راټولیدنو کې هم برخه اخلي او خلکو ته خپل پلانونه تشریح کوي .

ګڼ شمیر کاندیدانو بیا د رسنیو لمن نېولې او د راډیوګانو، تلویزونونو او ورځپاڼو له لارې هڅه کوي ځان خلکو ته نېږدې او خپل غږ تر عامو افغانانو ورسوي.

خو رسنۍ څومره د کاندیدانو په انتخاباتي مبارزو کې عدالت ته پام کوي، ایا ټولو کاندیدانو ته یو ډول وخت ورکوي او که نه د مور او میرې سلوک په کې کېږي؟
ددې د ازادۍ راډیو د اونۍ بحث مو په همدې دی.

د بحث میلمانه دي: د باختر دولتي خبري اژانس ریس ضیا بومیا، د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسون د رسنیو د کمیسون غړی څېړنوال محمد عارف غروال، او افغان خبریال محمد اجمل عالمزی.

د بحث کوربه اجمل تورمان دی

دا بحث دلته اوریدلی شۍ
XS
SM
MD
LG