د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۲۰

كابل كې د ځوانانو ملي اوټولنيز ارګان د اشرف غني ملاتړ وکړ

په كابل كي د ځوانانو ملي او ټولنيز ارګان وايي په زرګونو غړي لري او د جمهوري رياست له كانديداشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلانوي . دوی وايي په ټول هېواد كې به د اشرف غني په ګټه كمپاين وکړي.

جمهوري رياست ته كانديد ډاګټر اشرف غني احمدزي وروسته له هاغې چې د ځوانانو د ملي او ټولينز ارګان لخوا ترې ملاتړ اعلان شو وويل چې د برياليتوب په صورت كې به د ځوانانو ډېرې اساسي ستونزې حل كړي.

اشرف غني چې د خپلو ځوانو پلويانو يوې غونډې ته يې د يكشنبې په ورځ خبرې كولې وويل چې ځوانانو ته به مستقيما د افغانستان په حكومت او نظام كې برخه وركړي.

"په راتلونكو پنځو كلو كې بايد اداره ۵۰ په سلوكې نوي نسل ته انتقال شي. يوه لويه پانګه اچونه به يې په پوهنتونونو باندې وي، زموږ پوهنتونو نه بايد د انسان په فاريكې باندې بدلې شي.

يو مليون نوي كارونه بايد راشي، د دې لپاره مې ټول تفصيلات برابر كړي دي.

زه نن وياړم چې په ما د ځوان نسل د كانديد نوم كېښودل شو، ځكه دا هغه اكثريت دى چې په سياسي او اقتصادي اكثريت باندې بايد بدل شي، تر څو دوى په يو سياسي او اقتصادي اكثريت بدل نشي، په دې خاوره كې نه ثبات راځي او نه هم رفا."

د ځوانانو د ملي او ټولنيز ارګان مشر محمد شفيق پوپل وويل چې دوى په ارګان كې ۳۲۰۰۰ غړي دي او تر دې وروسته به ټول د افغانستان په بېلابېلو برخو كې د ډاكټر اشرف غني احمدزي په پلوي كمپاينونه كوي او كولاى شي چې په لكونو رايو ورته راټولې كړي.

داچې دوى ولې ښاغلي غني د خپلې خوښې د كانديد په توګه نومولى په دې اړه پوپل رسنيو ته وويل:

"دى د يو منظم پلان درلودونكى دى، د افغانستان لپاره طويل المدت پلان لري، د عالي تحصيلاتو څښتن دى، د جهان په سطحه پېژندل شوې څېره ده، تېرې كړنې يې ډېرې پاكې دي او د ځوانانو لپاره يې ډېر خدمت كړى.

ځوانان يې حمايه كړي دي، ځوانانو ته وظيفې وركړي دي. د مطبوعاتو له لارې د ارګان ټولو غړو ته هدايت وركوم چې د داكټر صيب لپاره په هر وخت او په هر ځاى كې خپله هڅه او هاند وكړي څو دا د ځوانانو كانديد بريالى شي."

ډاكټر اشرف غني احمدزي وويل چې په اوسني نظام كې درې غټې ستونزې موجودي دي چې هغه د امنيت، نشي موادو او د اداري فساد په برخه كې دي خو دوى ډاډه دي چې په پلانونو كې يې طرحه شوي لارې چارې به په دي وتوانيږي چې دغو ټولو ستونزو ته د پاى ټكي كېښودل شي.

نوموړي يوځل بيا له ولسمشر حامد كرزي څخه وغوښتل چې له ده سره دې يوې تلويزيوني مناظرې ته غاړه كيږدي څو د ملت مخې ته هر څه روښانه شي.

خو داسې ښكاري چې تر اوسه پورې ولسمشر حامد كرزي يواځي له ډاكټر عبدالله عبدالله سره د تلويزيوني مناظري خبره منلي ده خو دا چې دغه مناظره به په رښتيا هم وشي او كه څنګه دا به وروسته روښانه شي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG