دهلمند ولايت په دې عملياتو کې دايساف ترچترلاندې نږدې اوه زره بهرني سرتيري برخه لري.
دامريکا پلیو سمندري ځواکونو په يوه خبرپاڼه کې ددې عملیاتو په ترڅ کې تراوسه ديوه ملکي دټپي کيدو خبر ورکړی دی.
دهلمند ولايت په ناوه ولسوالۍ کې دامريکايي سمندري ځواکونو له لورې دپنجشنبې په ورځ پيل شوي عمليات لاتر دې دمه له کوم لوی مقاومت سره نه دي مخ شوي.
دناوې ولسوالي اوسيدونکي وايي، امريکايي سمندري ځواکونو لوى ډلې دکروندو پرپولو او ویالو کې ددې انتظار کو ي چې له کومې خواپرې ډز وشي.
دوی وايي دسمندري ځواکونو سره يو ځای افغان ملي اوردو او ملي پوليس هم په سيمه کې ګرځي ،ددغه ګډو ځواکونو يو شمير دهلوکوپټرو په واسطه پورته کيږي او خپلي سيمې بدلوي .
عبدالله جان دناوې دخرابې د سيمي څخه وايي، امريکايي سمندري سرتيري توانيدلي د ي چې په سيمه کې دسيمه ايزو خلکو سره رابطه پيداکړي ،دده په خبره چې سيمه ایز کسان ددوی سره له نږدي ناسته کوي او بيلابيلو اړخونو کې ورسره خبري کو ي چي دعبدالله جان په خبره کيدای شي بهرني ځواکونه دسيمې له خلکو نه دامنيت دټنګښت طرحه غواړي:
((امريکايان په سيمه کې ګرځي او دخلګو سره کار نه لري ،چاته مشکلات هم نه جوړوي ،يوه شپه يو ځای او بله شپه هم بل ځای کوي طالبان ټول له ناوې ولسوالۍ نه وتلي دي او کومه جګړه نشته ))
دنادعلي ولسوالۍ دزياتو سميو ترڅنګ دګرشک په سپين مسجد سيمه کې دبرتانيوي سرتيرو د درې زره کسيزه ډلې له عملياتو نه داسې جوتيږي لکه بهرنيو ځواکونو چې په هلمند کې سيمې د عملياتو په خاطر سره خپلو کې ويشلي وي .
دمرکزي هلمند په شمول شمالي هلمند ګرشک او سپين مسجد سيمه کې دبرتانيي هيواد ګن شمير سرتيري دوسلوالو په ضد عمليات کو ي او ترڅنګ يي جنوبي هلمندناوه خانشين او ګرمسير ولسواليو کې امريکايي نوي مرين بهري سرتيري دعملياتو په خاطر ګرځي راګرځي.
په هلمند کي دبهرنيو ځواکونو له لورې پيل شوي عملياتو ته د درې زره برتانيوي سرتيرو دورګډيدو خبره تيره ورځ په هلمند کې دايساف ځواکونو وياند نيک ريچرډسن په خبري غونډه کې وکړه .
ده وويل دبرتانيوي سرتيرو عمليات دپړانګ دپنجې ترنامه لاندې پرمخ روان دي او تر دي دمه کوم مقاومت سره ددوی ځواکونه نه دي مخامخ شوي .
دچاه انجير دسيمې او سيدونکی الله ګل وايي، چوپه چوپتيا ده ، کله کله دبهرنيو ځواکونو ټانکونه ترسترګوکيږي دسړکونو پر ځای دخلکو کروندې د تګ راتګ لپاره غوره ګڼي.
د الله ګل په خبره تر اوسه يې دطالبانو له لورې ددې ځواکونو پر وړاندې کوم معلوم مقاومت نه دى ليدلى
((زمونږ کورونه دچاه انجير سره دي او دلته نه طالبان ښته او نن بهرنيان هم نه ليدل کيږي پرون لا زيات وه خو نن يې يوار يوار موټر او ټانکونه معلوم شي ،طالبان جنګ نه ورسره کوي او زه نه پوهيږ م چي ولې يې نه ورسره کوي))
دهلمند امنيې قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاد وايي، دګرشک ولورې ته دبرتانيوي سرتيرو سره دپوليسو عمليات خورا بريالي د ي چې دقوماندان په خبره ګډ ځواکونه توانيدلي دي، چې لوى مانده ته څيرمه سل حلقې هغه ماينونه چې دطالبانو له لورې پرلويو لارو باندې ددولتي او بهرنيو ځواکونو دفعاليتونو د د مخنېوي په خاطر ښخ شوي ول پيداکړي او شنډ يې کړي.
دطالبانو له لورې په ګرشک کې ديو شمير نښتو خبرونه ورکول شوي دي دطالبانو وياند قاري يوسف احمدې وايي په ګرشک ولسوالۍ کې يې دپوليسو په يوه پوسته بريد کړی دی يو کرولا موټر او څوارلس کسه پوليس يې وژلي دي چي دنادعلي ولسوالۍ په لوى باغ کې يې هم دملګرو له لورې په يوه امنيتي پوسته کې دري پوليس وژلي او يوکرولا موټر يې تري بيولی دی.
خو دهلمند امنيې قوماندان وايي دطالبانو له لورې يوازې په يوه امنيتي پوسته څو ډزې شوي دي او هيڅ ډول زيان يې پوليسو ته نه دى اړولى.
((پوليسو او برتانيوي سرتيرو سل حلقي هغه ماينونه چې طابانو په لويو لارو باندې ښخ کړي وه تيره ورځ دايساف ځواکونو په مرسته له مځکې رايستل شوي دي او شنډ شوي دي او په ګرشک کې دپوليسو په يوه پوسته بريد شوى دى خو زيان يې نه دى اړولى))
دپنجشنبې په ورځ دامريکايي پلیو سمندري سرتيرو په ملتيا افغان ملي اردو او ملي پوليسو په داسې حال کې عمليات پيل کړ ي دي چې لا تر دې دمه له کوم معلوم مقاومت سره نه دی مخ شوي .
خو عام خلک د عملیاتو له کبله ویرې اخیستې او د ملکي تلفاتو د رامنځ ته کېدو اندېښنې شته ، له همدې امله یو شمیر راپورونه وايي چې د ځینو سېمو خلک له خپلو کورونو څخه د تېښتې په حال کې دي او خپلې کورنۍ هغو سېمو ته وباسي چېرې چې پوځي عملیات نه وي .