د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۲۰

سروراحمدزى : كه ولسمشر شم په حکومتي چارو کې ښځو ته زیاته برخه ورکوم

محمد سرور احمدزي وايي په دولتي ادارو کې د ښځو د کار په اړه ځانګړي پلانونه لري.
محمد سرور احمدزي وايي په دولتي ادارو کې د ښځو د کار په اړه ځانګړي پلانونه لري.

د افغانستان د جمهوري رياست راتلونكو انتخاباتو ته كانديد سرور احمدزي د جمعى په ورځ د خپلوپلويانو په يوې غونډې كې وويل، دافغانستان خلكو په تيرو ديرشو كلونوكې ډيرى ستونزى او ناخوالى وزغملي.

د احمدزي په وینا د افغانانو حقونه نه دي ورکړل شوي او ددى يوازينى علت دا و چې د حكومتونو واك د مدبرو او زړه سواندو مشرانو په لاس كې نه و. ده وويل:

" كه زه بريالى شم، د هيواد د اساسي قانون او اسلامي اصولو له مخې به دښځو حقونه رعايت كړم، په كابينه كې به درې تنه ښځې، په پنځو ولايتونوكې به پنځه تنه ښځى او په لسو سفارتخانو كې به لـس تنه ښځي مقررى شي."

ده زياته كړه كه دى دهيواد د راتلونكو جمهور رييس په توګه انتخاب شي، په ډيره لږه موده كې به له دولتي ارګانونو څخه په جرمونوكې ښكيل لوړ رتبه مامورين لرى كړي، ده داهم وويل، دښځو برخه دده په كاري پلان كې په پوره دقت سره په پام كي نيول شوي د ه.

د افغانستان جمهوري رياست ته كانديد سرور احمدزي داهم وويل، جنګ دسولې او پرمختګ مخه نيسي، او كه دى بريالي شي، دهيواد د قومي مشرانو، ديني عالمانو، او روشنفكرانو څخه به يوسل كسيزمعتبركمسيون جوړ او دنده به يې دا وي چې له مخالفينوسره د خبرواترو لاري پرانيزي.

خوخلك وايي، انتخاباتوته هر كانديد د دوى په پلانونوكې خلكوته ډيرى ښي وعدې وركوي، خومهمه داده چې عمل پرې وشي.

د ملك ظاهر په نوم يوتن وايي:

" د راتلونکې ولسمشرڅخه دا هيله لرو چې له غریبو خلکوسره په خپلوو عدو وفا وكړي د دپوهنې روغتيا، او كار موندنې په برخو كې د خلكو ستونزې هوارې كړي."

د افغانستان د جمهوري رياست انتخاباتو ته ۴۱ او د ولايتي شوراګانو انتخاباتوته څه باندې دري زره تنه په انتخاباتو مبارزو بوخت دي.

د دوى انتخاباتى هلې ځلې د جوزا په شپږ ويشتمه نيټه پيل شوي او دوه مياشتي به دوام وكړي. انتخاباتو د روان كال د اسد د مياشتي نهه ويشتمه ڼيته ټاكل شوي ده.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG