اروپايي کمیسون په داسې حال کې افغانستان ته د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د بهیر د څارنې لپاره پلاوې لیږي، چې اوس هم په روانو انتخاباتي کمپایونونو کې له قانون څخه د سرغړونې شکایتونه کیږي.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند احمد ظاهر فقیري وايي، د اروپايي کمیسیون پلاوې به د روانې میلادي میاشتې په لسمه نیټه افغانستان ته راشي.
هغه وویل دغه پلاوې دوه ډلې لري چې د افغانستان د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو او روانو انتخاباتي کمپاینونو څارنه به کوي:
" دا پلاوې دوه ډلې لري، یوه یې چې اولس تنه متخصصین په کې دي، د انتخاباتي کمپاین د څارنې لپاره افغانستان ته راځي او بله ډله یې چې دوه څلویښت متخصصین پکې دي، هغوی به د انتخاباتو د بهیر څارنه کوي."
فقیري همداراز وویل، چې له اروپایي کمیسیون سره د شوې موافقه لیک له مخې دغه کمیسیون د افغانستان د انتخاباتو له بهیر سره ۳۵ ملیونه یورو مرسته هم کوي.
د نوموړي په وینا د پلاوې غړي به په ټول هیواد کې د انتخاباتو څارنه کوي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د اروپايي ټولنې ددغه اقدام هرکلی کوي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور له ازاد ۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې دغه کمیسیون ټولو ملي او بین المللي څارونکو ته ځانګړې پیژند پاڼې ورکوي او دوی کولای شي چې د رایې ورکولو پر ټولو مرکزونو څارنه وکړي:
"دا د انتخاباتو لپاره یوه ډیره مهمه مسله ده، ځکه څارنه یو داسې اصل دی چې د انتخاباتو پر شفافیت ټینګار کوي، له همدې امله موږ ورته خوشبینه یو او په اړه یې مثبت نظر لرو.
ملي او نړیوال څارونکي په انتخاباتو کې ددې چانس لري چې په هر ځای چې وغواړي، څارنه وکړي، په دې برخه کې کوم محدودیت نشته.ٰٰ"
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکو تمه ښودلې چې د زمري د میاشتې د نهه ویشتمې نیټې د انتخاباتو د څارنې لپاره له نورو سازمانونو او هیوادونو څخه هم څارونکي افغانستان ته راشي.
خو پوښتنه داده چې ایا دغه بهرني او کورني څارونکي به د هیواد په لرو پرتو او ناامنو سیمو کې د انتخاباتو پر بهیر څارنه وکړای شي او که څنګه.