د افغانستان د اسلامي حزب مشرعبدالهادى ارغنديوال وويل،د حامدكرزي په راتلونكو پروګرامونو كې د دوي ډيروغوښتنو ته ځواب موندل كيداې شي .
خو خلك وايي هرڅوك چې د افغانستان د ولسمشر په توګه انتخابيږي باېد په خپلو ژمنو ولاړ پاتي شي.
د همدى له امله د افغانستان د حزب اسلامي مشورتي شورا او رهبرى هيت د پراخو بحثونو وروسته پريكړه وكړه چې د افغانستان د جموري رياست په راتلونكو انتخاباتو كې د حامدكزري ملاتړ وكړي .
افغانستان د اسلامي حزب مشرعبدالهادي ارغنديوال وويل :
"د حزب اسلامي افغانستان رهبري هيت او مشورتي شورا د خپلو پراخو بحثونو وروسته پريكړه وكړه چې د افغانستان د جمهوري رياست په راتلونكو انتخابات كې د حامدكزري ملاتړ وكړي، موږ دلته د حزب اسلامي افغانستان څه باندي شپږزره تنه راغونډ شوي يو،موږ ته د نورو كانديدانو په نسبت د حامدكرزي راتلونكي پروګرامونه غوره ښكاره ځكه ېي ملاتړكوو."
ده زياته كړه،حزب اسلامي افغانستان هغه حزب دى چې په دوه زره پنځم ميلادي كال كې د افغانستان دعدليې په وزارت كي راجستر وه او په رسمي توګه يې د فعاليت اجازه ترلاسه كړه،پخوا ددي حزب مشرګلبدين حكمتيارو، او اوس يې نمايندګي نه كوي .
د افغانستان د اسلامي حزب مشر عبدالهادي ارغنديوال په خپلو خبرو كي د راتلونكي منتخب دولت ته پنځه لس وړانديزونه وركړل چې په هغى كي د بهرنيو ځواكونو قانوني كيدل ، له اداري فساد سره مبارزه ، د مجرمينو محاكمه كيدل ، د سولي او ثبات ټينګيدل ، له مخالفينو سره خبرى اتري پيل كول،او د كورنېو امنيتي ځواكونو غښتلي كيدل شامل و.
خو افغانان وايي ، هرڅوك چې په راتلونكو انتخاباتو كې د هيواد د ولسمشر په توګه انتخابيږي، ترى هېله ده چې په خپلوژمنو ولاړپاتې شي.
پدې هكله د سيف اله سينزى په نوم يو تن د ازادۍ راډيوته وويل :
"راتلونكى ولسمشر بايد ملي يووالى ټينګ كړي،د خلكو د بيكارۍ مخه ونيسي، له خلكوسره تشي وعدى ونكړى،بايد په عمل كې ثابته كړي چې خلكو او هيواد ته خدمت كوي."
د افغانستان د جمهوري رياست راتلونكو انتخاباتو ته ، يو څلويښت او د ولايتي شوراګانو انتخاباتو ته څه باندي درې زره تنه په مبارزه بوخت دي ، ددوي انتخاباتى كمپاين د جوزا په دوه ويشتمه پيل او دوه مياشتي به دوام وكړي.