ډاكټر عبدالله يوځل بيا د افغانستان د حكومتي سیستم پر بدلون باندې ټینګار وكړ او زياته يې كړه چې دا د افغانانو حق دی چې د خپل راتلونكي نظام جوړښت خپله وټاكي.
ډاكټر عبدالله وويل چې دوی غواړي د افغانستان رياستي سيستم په پارلماني واړوي او دا به د لويې جرګې له لارې عملي كړي:
"دا د افغانستان د خلكو تصميم دی د افغانستان نظام باید دافغانستان د خلكو په اراده ولاړ وي .او هغه نظام باېد په افغانستان كي رامنځ ته شي چې د خلكو ارزو ګانې پوره کړي.
دا کار له یوې قانوني لارې څخه ممکن دی او هغه په دې اړه د لویې جرګې دایرول دي په دې جرګې کې به د افغانستان خلکو ته دا فرصت برابر شي چې د خپل راتلونکې نظام د ډول په اړه پریکړه وکړي . زه باور لرم چې د افغانستان خلک یو اساسي بدلون غواړي . او هغه بدلون د نظام د ډول په بدلولو راځي . "
نوموړې وړاندې وويل چې كه دې بريالي شي نو دده په دوره كې بايد واليان او ښاروالان د خلكو په رايو باندې وټاكل شي او يوازې د يوه كس له خوا به يې د ټاكلو واك له منځه ولاړشي.
عبدالله دغه راز د جمهوري رياست په راتلونكو انتخاباتو كې د شفافيت پر موضوع ټينګار وكړ او زياته يې كړه چې نړيوالې ټولنې ورسره ژمنه كړې چې په افغانستان كې يوازې د يوهكانديد ملاتړ نه كوي.
تر ده یوه ورځ مخکې ولسمشرکرزي پر بهرنیانو غږ کړی و چې د افغانستان په انتخاباتو کې دې لاس وهنه نه کوي .
دا مهال په ټول افغانستان كې د جمهوري رياست د څلوېښتو كانديدانو ترمنځ انتخاباتي سيالۍ پر مخ روانې دي او ځينې كانديدان په انتخاباتو كې د ممكنه درغلېو په اړه انديښنه لري خو د انتخاباتو د خپلواك كميسيون چارواكي وايي چې دوی په انتخاباتو كې د هر راز درغليو د مخنيوي لپاره لازم تدابير نيولي دي.
