د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۳۴

له عبدالحسیب ارین سره ځانګړې مرکه

عبدالحسیب ارین مخکې له دې چې ځان ولسمشرۍ ته کاندید کړي د کابل د اومې امنیتې حوزې امر و
عبدالحسیب ارین مخکې له دې چې ځان ولسمشرۍ ته کاندید کړي د کابل د اومې امنیتې حوزې امر و

عبدالحسیب ارین د عبدالهادي زوی او د ملک قادر لمسۍ دی د کابل په عاشقانو او عارفانو کې زیږدلی دی. ښاغلی ارین د هغو یو څلويښت کاندیدانو له ډلې څخه دی چې د ولسمشرۍ څوکۍ ته يې ځانونه کاندید کړي .


ښاغلی ارین وايي چې اوس هم د پولیسو یو افسر دی او شل کاله مخکې هم د پولیسو افسر و.
نوموړي دکورنیو چارو په وزارت کې پر بیلابېلو پوسټونو دنده ترسره کړې ده او ورستۍ دنده يې د کابل د نهمې امنیتې حوزې د امر په توګه وه.

عبدالحسیب ارین پنځه کاله مخکې هم ځان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې کاندید کړی و چې په سلو کې يې له یوې هم کمې رايې تر لاسه کړې وې .

د ولسمشرۍ د څوکۍ له دې کاندید سره په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریال حمید مومند مرکه کړې او بېلابیل مسایل يې ورسره څېړلي.

د عبدالحسیب ارین سره مرکه دلته اوریدلی شۍ
XS
SM
MD
LG