د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۴

له عبدالجبار ثابت سره ځانګړې مرکه


جبارثابت چې کله لوی څارنوال و نو ګڼ کسان يې د ادرې فساد په تور ونېول،او له یو شمیر حکومتي چارواکو سره يې ناندرې پورته شوې.
جبارثابت چې کله لوی څارنوال و نو ګڼ کسان يې د ادرې فساد په تور ونېول،او له یو شمیر حکومتي چارواکو سره يې ناندرې پورته شوې.

په كال ۱۳۴۶ لمريز كې د حقوقو پوهنځي محصل شو او خپلې لوړې زده ګړې يې په كال ۱۳۵۰ لمريز كې بشپړې كړې.

له پوهنتون څخه تر فارغېدو وروسته، د عدليې وزارت د استيناف د څارنوال په توګه تعين شو.

د ۱۳۵۴ نه تر ۱۳۵۶ پورې د حقوقو په برخه كې د لوړو زده كړې لپاره امريكا ته ولاړ، كله چې بېرته راستون شو نو د عدليې وزارت د تقنين رياست مشاور وټاكل شو.

ښاغلى ثابت په ۱۹۸۴ میلادي کال کې د امریکا غږ خبریال شو او تر څو کلونو پورې يې له دې راډیو سره کار وکړ. نوموړی وايي چې په همدې موده كې يې د اقتصاد په برخه خپله ماسټري هم ترلاسه كړې ده.

د طالبانو د ریزیم تر نسکوریدو وروسته نوموړی په ۲۰۰۴ عیسوي کال كې د كورنيو چارو وزارت د حقوقي مشاور په توګه وټاکل شو.
له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۰۸ عیسوي کال پورې د افغانستان د لوی څارنوال په توګه کار وکړ.

کله چې ثابت د افغانستان لوی څارنوال و نو د اداري فساد په نوم يې د جهاد اعلان وکړ، او یو شمیر خکومتي او غېرې خکومتي مامرین يې د اداري فساد په تور زندان ته واچول، ویل کېږي چې وروسته يې د لوړو پوړو چارواکو سره ځېنې ستونزې پیدا کړې او له دې دندې لرې شو.

ښاغلي ثابت اوس د هغو یو څلوېښت کاندیدانو په ډله کې دی چې د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو ېک يې ځانونه کاندید کړي، حمید مومند له ښاغلي ثابت سره د دده د کاندیدو او کړنلارې په اړه یوه مرکه کړې

XS
SM
MD
LG