د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۹

له انتخاباتو مخکې د دولت له وسله والومخالفينوسره دتفاهم نوې هڅې


د مشرانوجرګې غړى مولوي ارسلا رحماني وايي دا هڅه روانه ده چې تر انتخاباتو پورې د دولت او وسلوالو مخالفينو ترمنځ د ځينوموضوعاتو په اړه تفاهم وشي.

د مشرانوجرګې د ديني اوفرهنګې چارو د كميسيون رييس چې د دولت په استازيتوب له ډيرې مودې راهيسې له وسله والو مخالفينو سره د خبرو اترولړۍ پرمخ بيايي د پنجشنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل،دوى كوښښ كوي چې دجمهوري رياست اوولايتي شوراګانودانتخاباتوتروخته ددولت وسله وال مخالفين تفاهم ته وهڅوي.

مولوي رحماني څرګنده كړه چې خبرې به د دولت له هغو مخالفينوسره وشي چې كولاى شي په دې هيواد كې جګړو او تاوتريخوالي ته د پاى ټكى كيږدي:

" كوشش مو روان ده چې د انتخاباتو د ورځو نه مخكې دوي كه وتوانيږو دوي تفاهم ته سره كېنوونتيجه به بياداوي د تفاهم د كيناستلوچې مشكلات به بيا نه وي لكه اوس يي تصوركيږي او په غير مستقيما لاري د هغو كسان سره به غږيږو چه جنګ پرى كراريږي او رهبري د جنګ كوي "

دا څرګندونې په داسې حال كې كيږي چې له تيرو لسوورځو راهيسې په افغانستان كې د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو د كانديدانو رسمى كمپاين روان دى او داسې انديښنې شته چې ښايي په ځينوسيموكې د طالبانواود دولت د نورو وسله والومخالفينو فعاليتونه زور واخلي اود انتخاباتو بهيرپه يوه ډول سره ګډوډشي.

طالبانواو د دولت وسله والومخالفينوتردې وړاندې هرډول خبرې آترې رد كړي او ويلي يي دي چې ترهغه مهاله به له دولت سره د مذاكرې ميزته نه كيني چې بهرني ځواكونه له دې هيواد څخه ونه وځي اوپه اساسي قانون تجديد نظر ونشي.

خوارسلارحماني وايي چې د دولت او وسله والومخالفينو ترمنځ ځينې داسې مسايل هم شته چې له هر ډول قيد او شرط پرته دواړه خواوې پرې تفاهم كولاى شي:

"مونږ په عوض كې داسې مسايل ورته وړاندي كړي وه لكه په بنديانو به بحث كوو ، بحرنيان او ملي اردو د بي ځاېه تلاشي ،غلط راپورونه ځي ،معماري كارونو باندي به بحث وكړو او نور د بيارغاوني په هكله به بحث وكړو په داسې مساېلو باندې بحث بې د قايد او شرط سره كېداي شي."

دا لومړى ځل نه دى چې د طالبانواو د دولت د نورووسله والومخالفينوترمنځ د روغې جوړې اوتفاهم خبرې كيږي بلكه تردې وړاندې هم په ورته توګه راپورونه خپاره شوي حتى څه موده مخكې داسې هم وويل شول چې د ځينوعربي هيوادونود مشرانوپه منځګړيتوب په دبى كې دطالبانواوافغان دولت ترمنځ خبري آتري شوي ، خو ددغو خبرو اترونتايج لا تراوسه هم نه دي معلوم.

بل خوا دمشرانوجرګې د ديني او فرهنګي چارود كميسيون رييس مولوي رحماني وايي په ملي او نړيواله سطحه كه څوك غواړي چې د افغان دولت او وسله والو مخالفينو ترمنځ د تفاهم او مذاكرې په برخه كې ګټور واقع شي دوى يې هركلى كوي.
XS
SM
MD
LG