د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۵۹

حمید زاده: بهرني سفیران دې په خپل سرې توګه له کاندیدانو سره نه ګوري


حميدزاده وايي، بهرني سفيران باېد د بهرنېوچارو د وزارت له پاليسېو سره سم عمل وكړي
حميدزاده وايي، بهرني سفيران باېد د بهرنېوچارو د وزارت له پاليسېو سره سم عمل وكړي

د ولسمشر کرزي ویاند همایون حمید زاده نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې بهرني سفیران باید د بهرنیو چارو د وزارت له پالیسیو سره سم د ولسمشرۍ له کاندیانو سره وګوري.

حمید زاده وايي كه بهرني سفيران د كانديدانوله پروګرامونوڅخه ځانونه خبرول غواړي او له نږدي ورسره ويني ، بايد داليده كاته د بهرنېوچارود وزارت له پاليسو سره سم ترسره كړي .
حمیدزاده وايي ،كه چيرې دجمهوري رياست له كانديدانوسره دامريكا د متحدوايالاتو دسفيرليده كاته له يوه كانديد څخه د ملاتړپه مقصد وي دا د افغان دولت له پالسيو خلاف يوعمل دى:

"د امريكا د سفير ځينې ملاقاتونه او د ځينوكانديدانو په خبري كانفرانسونو كې اشتراك ، كه د انتخاباتود پروسې له ښه والي سره همكاري وي ، موږ مشكل نه لرو ، او كه د ځينو خاصو كانديدانو د پروګرامونودتاييد په خاطر وي ، دا د افغانستان له ملي حاكميت څخه واضح تخطي ده ، دا موږ مداخله ګڼواو بايد تكرارنه شي."

په افغانستان كې د امريكا د متحدو ايالاتو سفير ايكن بيري د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د جمهوري رياست له كانديد ډاكتراشرف غني احمدزي سره ، د يكشنبي په ورځ يي له ډاكترعبدالله عبدالله اود دوشنبي په ورځ يي له ميرويس ياسيني سره له نږدې وكتل .

خوحميدزاده وايي ، كه چيرې دا ليده كاته له ښه نيته هم واوسي بايد د افغان دولت پاليسۍ په كې په بشپړه توګه مراعت شي .

خو په افغانستان كې د امريكا د متحدوايالاتو سفيرايكن بيري د جمهوري رياست له درې واړوكانديدانو سره په خپلو ليد نوكې ويلې دې چې ، ددې ليدنو هدف دادى څو وښيي چې دوې په افغانستان كې د كوم مشخص كانديد ملاتړنه كوي .

په افغانستان كې دامريكاسفير ايكن بيري وايي :

"د امريكا د متحدوايالاتوجمهور ريس بارك اوباما ويلي دي چې امريكا د افغانستان د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو انتخاباتو ته د كوم ځانګړي كانديد ملاتړنه كوي ، بلكې امريكا د ټولوافغانانود ارادو ملاتړكوي."

نړيواله ټولنه په افغانستان كې د جمهوري رياست راتلونكي انتخابات له نږدي څاري اوهېله څرګندوي چې دا انتخابات په ازاده او عادلانه توګه ترسره شي ، ترڅو په هيواد كې د سولې اوثبات له راوستلو سره مرسته وكړي .

XS
SM
MD
LG