د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۵۲

له حبیب منګل سره د ازادۍ راډیو ځانګړې مرکه


حبیب منګل وايي د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال يې پر بیلابېلو سیاسي او ټولنیزو پوسټونو کار کړی .

حیبب منګل وايي چې د طب ډاکتر دی او په اجتماعي علومو کې هم لاس رسی لري، د افغانستان د خلق د ډیموکراتیک ګوند او وطن ګوند غړی وو، او د وطن ګوند د مرکزي شورا غړیتوب يې هم درلود .

ښاغلی منګل وايي ، د ډاکتر نجیب الله د حکومت پرمهال مې په مسکو ، رومانیا او فینلیډ کې د افغانستا ن د سفیر په توګه دندې ترسره کړي .

نوموړي زیاتوي چې وروسته د سولې پیوستون او دوستۍ د سازمان ریس وو ،او د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال يې ځینې نورې سیاسي او ټولنیزې دندې هم تررسره کړي .

ښاغلی منګل وايي چې دا مهال د افغانستان د ډیموکراسۍ او پرمختیا د ټولیز غورځنګ څخه د افغانستان د راتلونکې ولسمشرۍ څوکۍ ته کاندید دی .

له حبیب منګل سره د ازادۍ راډیو ځانګړې مرکه واورﺉ
XS
SM
MD
LG